1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

د سویډن مالمو ښار، که اروپایي بغداد؟

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

د اروپا براعظم په مالمو ښار کې ډزې او بمي چاودنې د ورځني ژوند یوه برخه ګرځیدلې ده. د دې ښار اوسیدونکي نږدې هره ورځ د تشدد ډکو جرمونو د لیدو شاهدان وي.

https://p.dw.com/p/3Tav6
Schweden Schießerei in Malmö
انځور: picture-alliance/dpa/TT News Agency/J. Nilsson

یوازې سږ کال تر اوسه پورې د سویډن په مالمو ښار کې ۲۹ بمي چاودنې شوي دي. دغه ښار نږدې ۳۰۰ زره نفوس لري. په مالمو کې د اکتوبر میاشتې تر پایه پورې د ډزو ۵۰ پيښې ثبت شوي دي. ځينې وختونه خو داسې ښکاري چې مالمو د سويډن په جنوب کې نه، بلکې د نړۍ په یوه بله بحراني سیمه کې موقعیت لري.

سویډن داسې یو هیواد دی چیري چې د قانونې وسلې ترلاسه کول ډیر ستونزمن ګڼل کیږي. مالمو د دې هیواد دریم لوی ښار دی چې د سمندري بیړیو د جوړولو له امله هم شهرت لري. په دې ښار کې لوی بدلون د «اُورسند» د پول جوړیدل دي چې د ډنمارک له پلازمېنې کوپنهاګن سره د مالمو ارتباط قایموي.

دا ښار د قماربازۍ په یو لوی مرکز بدل شوی دی. د دې ښار هر دریم وګړی د مهاجرت پسمنظر لري. په دې ښار کې د مخدره موادو پلورونکي مختلفې ډلې فعاله دي. په همدې روانه اونۍ کې یو ګینګ يعنې يوې ډلې هڅه کړې وه چې د ښار په منځنۍ برخه کې د ورځني اړتیاو توکو د پلورنځي خاوند مجبوره کړي چې د نشه یي توکو یوه محموله په خپل دوکان کې پټه کړي. د دوی ترمنځ جنجال د دې سبب شو چې پولیس مداخله وکړي. 

سیمه ایز پولیس په ښار کې له تشدده ډکو پيښو ته د مخدره توکو پلورونکو ډلو پورې ارتباط ورکوي. همدا څو ورځې مخکې د پيزا دوکان مخې ته د دوه طرفه ډزو یوه پېښه رامنځته شوه چې په پایله کې یي یو ۱۵ کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو بل تن چې ټپي شوی وو روغتون ته انتقال کړای شو.

Schweden Schießerei in Malmö
یوازې سږ کال تر اوسه پورې د سویډن په مالمو ښار کې ۲۹ بمي چاودنې شوي ديانځور: Reuters/TT NEWS AGENCY/J. Nilsson

حکومت د داسې پېښو په پام کې نیولو سره د نشه یي توکو د کاروباریانو د ځپلو په موخه د ځانګړو ځواکونو یوه قطعه رامنځته کړه. که څه هم په دغو ډزو کې ډیري وختونه د مخدره توکو پلورونکي او قاچاقبران وژل کیږي، خو کله ناکله لارویان هم د دغو ډزو قرباني کیږي. میرمن کیرولین حکیم هم یوه له دغو لارویانو څخه ده چې د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې په مرمۍ لګیدلې وه.

دغه وضعیت عام خلک ډیر اندیښمن کړي دي. د ځانګړو ځواکونو په رامنځته کیدو سره یو شمیر څارونکو ډاډ څرګند کړی دی او ویلي یي دي چې دا د ښاریانو او شاوخوا کلیو اوسیدونکو له پاره یو مثبت ګام دی.

سربیره پر دې دا د نشه یي توکو د پلورونکو له پاره یو بد خبر دی. تمه کیږي چې له عملي اقداماتو سره به د مالمو عام خلک یو ځل بیا د امن او سکون په فضاء کې سا واخیستلی شي.

په مالمو کې د ۲۰۱۷م کال را په دیخوا د له تشدده ډکو پېښو ګراف ټیټ شوی دی. په ۲۰۱۷م کال کې په دې ښار کې ۵۸ بمي چاودنې او ۸۱ د ډزو پېښې ثبت شوې وې. سیمه ایز چارواکې اوس هم ډير وخت ته اړتیا لري، څو د ښار وضعیت بدل کړي.

دویچه ویله اردو/ش.ن/ن.ص