1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې بین الافغاني خبرې چېرته کیږي؟

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

افغان حکومت ويلي چې د سولې بین الافغاني خبرو ته یې بشپړ چمتوالی نېولی. خو د افغانانو دغه خپل منځي ناسته چېرته او څنګه ترسره کیږي؟

https://p.dw.com/p/3da3q
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

افغان حکومت وايي، د ۳۰۰۰ طالب زندانیانو په خوشې کېدو سره یې وښووله چې سولې ته کلکه ژمنتیا لري.د ملي امنیت شورا دفتر خبر ورکړی چې د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر ته به، د تاوتریخوالي کمېدو او د سولې بین الافغاني خبرو ته د طالب لوري د چمتوالي په شرطونو دوام ورکړي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغان حکومت د سولې بین الافغاني ناستې ته خپل ټول چمتوالی نېولی.

د سولې خبرو ځای، نیټه او څرنګوالی

د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارپوه طایر ځلاند دویچه ویله ته وویل چې افغان حکومت له هر اړخه خپله مذاکراتي ډله چمتو کړې. «د مذاکراتو د پيلېدو له پاره تر بل هر وخت هلې ځلې ګړندی شوي، ډير ژر به دغه نیټه اعلان شي چې په کوم تاریخ او کوم ځای کې مذاکرات پيلیږي.» ښاغلی ځلاند زیاتوي چې د بین الافغاني خبرو د څرنګوالي په اړه به دواړه لوري تخنیکي ټیم وګماري.

له خلیلزاد وړاندې کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر راتګ

د سولې بین الافغاني خبرو ته د هلو ځلو په ترڅ کې تېره ورځ د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه کابل ته راغلی ؤ او دلته یې له افغان چارواکو سره خبرې کړي.

د سولي په چارو کې د دولت وزارت کارپوه طایر ځلاند وویل، د باجوه د سفر په اړه لاهم ډير جزیات نه دي په ډاګه شوي. هغه وويل: «د مالوماتو له مخې ټاکل شوې چې پاکستان او افغانستان یوه ګډه اعلامیه خپره کړي، ډير جزیات به په هغې اعلامیه کې وي، ممکن دا ګډه اعلامیه نن یا سبا خپره شي.»

Afghanistan General Qamar Bajwa Chief of Staff Pakistan Army
د پاکستان د پوڅ مشر د سه شنبې په ورځ په يوه ناڅاپي سفر کابل ته تللی ووانځور: Presidential Press Office

د پاکستان په کراچی کې افغان لیکوال او شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل، اوسمهال د بین الافغاني خبرو لپاره یوه سیمه ییزه اجماع هم رامنځته شوې.د ښاغلي کاکړ پر وینا افغان حکومت، امریکا، پاکستان او طالبان دې هوکړې ته رسېدلي چې بین الافغاني خبرې باید ژر تر ژره پيل شي.

پاکستان میشتی دغه افغان لیکوال چې د سولې خبرې له نیږدې څاري زیاتوي چې د سولې بین الافغاني خبرو لومړنی ناستې ښايي په ناروې او یا هم جرمني کې وشي. «د سولي بین الافغاني خبرې د غونډو دویم او دریم پړاونه کیدای شي د افغانستان په داخل کې صورت ومومي، تردې چې د طالبانو د ځینو کسانو څخه داسې اوریدل کیږي چې که حتی په هلمند کې دا د ډول غونډې امکانات برابر شي دوی به ورته خوشبینه وي.»  

خو هاخوا رپوټونه وايي چې د سولې بین الافغاني ناستې لپاره د قطر هېواد غوره شوی.

د قطري رسنیو د رپوټ له مخې، ټاکل شوې نن چهارشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۱۰مه)  د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ماجد القحطاني کابل ته راشي. ښاغلی قحطاني به د ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره وګوري او د افغان سولې په تړاو به ورسره بحث او خبرې وکړي.

د ځینو سرچینو په حواله د افغان حکومت مذاکراتي پلاوي څلور غړي کرونا نېولي، نو ځکه دغه پلاوی به دوه اونۍ په دوحه کې قرنطین کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشیف څخه: