د سوریې د حلب د ښار پر هر سړک باندې جګړه روانه ده
۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبهاعلان
د سوریې د حلب د ښار د هر سړک پر سر د پاڅون کوونکو او د بشارالاسد د سرتیرو تر منځ سخته جګړه روانه ده. دواړه خواوي وایي چې سخته جګړه اوس پیل سوې ده او د هغې ګټونکی به په ټوله سوریه کې قدرت په لاس کي واخلي.
د یاغیانو قوماندان د دولتي تلویزیون له خوا هغه خپاره سوي رپوټونه رد کړل چې ګواکې د اسد ځواکونو د صلاحدین په نامه مهمه ناحیه نیولې ده.
خو پر دغې ناحیې باندې د لاسي بمونو د غورځولو خبره تأیید سوې ده چې له امله ئې بیا هم په سلهاوو خلک تېښتې ته اړ سوي دي.