د سوريې تر غونډې مخکې لا کشماکشونه
۱۳۹۴ اسفند ۲۳, یکشنبهد اپوزيسيون د ردونکي دريځ دليل دا دی چې دمشق اعلان کړی دی چې په
ژنيف کې به د ولسمشر بشار الاسد د راتلونکي په هکله خبرې او جوړ جاړی
ونه شي. د سوريې د بهرنيو چارو وزير، وليد المعلم، ويلي ول چې «موږ به له
هيچا سره د ولسمشرۍ په هکله خبرې ونه کړو.» اپوزيسيون دې د ده په وينا
هيڅ داسې غونډې ته نه حاضريږي که هغوی د المعلم په خبره «دا غلط
تصور ولري چې په ژنيف کې به هغوی ته هغه قدرت ورکړل شي چې په جګړه
کې يې نه شوای تر لاسه کولای.»
د اپوزيسيون اصلي ډله، چې د خبرو اترو له پاره عالي کميټه نوميږي، د اوږده
ځنډ وروسته ايله د جمعې په ورځ د ونډې اخيستنې ژمنه کړې وه، خو تر
غونډې مخکې يې اوس لا خبرې اترې ناکامې بللې دي. د عالي کميټې يوه
غړي د العربيه رسنيزې شبکې ته وويل چې له اسد سره سوله ناممکنه ده.
دمشق د پرېکړو کولو صلاحيت ځان ته غواړي
په ژنيف کې تر سره کېدونکو خبرو اترو له پاره نور پلانونه هم په دمشق کې د
ناست رژيم نه خوښيږي. د بهرنيو چارو وزير، المعلم، د ملګرو ملتونو د خاص
منځګړي، ستافان دې دميستورا، له خوا وړاندې شوي د انتخاباتو له پاره پلانونه
هم په کلکه رد کړل. وزير د دولتي خبري اژانس، سانا، په حواله ويلي دي چې
«دې ميستورا دا حق نه لري چې د ولسمشريزو ټاکنو په هکله خبرې وکړي.» د
ده په خبره يوازې سوريايان دا احق لري. دې ميستورا د ملګرو ملتونو تر
څارنې لاندې د ۱۸ مياشتو په درشمل کې پارلماني او ولسمشريز انتخابات او يو
نوی اساسي قانون د ژنيف د خبرو اترو اصلي موضوعګانې بللې وې.
په کړکېچ کې د ښکېلو اړخونو د دغو مخالفو او سره متضادو څرګندونو له کبله
په پاريس کې د يکشنبې ورځې خبرې اترې هم له ستونزو سره مخامخې دي.
په نورو خبرو لاترو کې چې د آلمان د بهرنيو چارو وزير، فرانک والتر شتاينماير
يې غواړي د امريکا متحده آيالاتو له مشر ديپلومات، جان کېري، او خپلو
اروپايي سيالانو سره تر سره کړي، به د نورو ټکو تر څنګ په جګړه ځپلې
سوريه کې د اوربند د رعايت د څارنې په هکله هم سلا مشورې وشي. د پاريس
په دغه ناسته کې د شناينماير تر څنک کېري، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير،
ژن مارک ايرولت او د هغوی سيال وزيران، له لويې بريتانيې او ايتاليې څخه،
يعنې فيليپ هېموند او پاولو جېنتي لوني او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو
مسووله، فېدريکه موګريني، هم ونډه اخلي.
د ژنيف د سولې خبرې اترې د فبرورۍ مياشتې په پیل کې وځنډول او بيا
بېرته شروع نه شوې. له دوو اونيو راهيسې په سوريه کې د امريکا متحده
آيالاتو او روسيې تر منځ رامنځ ته شوی اوربند پلی دی، چې د ډېرو استثنااتو
سربېره تر اوسه هم ټينګ دی. له اوربنده څخه مستثنا البته د پياوړو سني مذهبه
اسلامپالو ډلو په وړاندې عمليات دي، يعنې د «اسلامي دولت» او النصره جبهې د
ترهګرو ګروپونو پر ضد روانه جګړه.
په سوريه کې جاري پاڅون پنځه کاله مخکې، د ۲۰۱۱ کال د مارچ په ۱۵ مه
نېټه د حکومت په وړاندې په مظاهرو سره پيل شوی وو. په دغو پنځو کلونو
کې څه باندې ۲۷۰ زره انسانان ووژل او په ميليونو سوريايان تېښتې ته اړ
ايستل شول.