1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتمنځنی ختیځ

د سعودي ولیعهد اوس صدراعظم هم دی

۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دغه هيواد صدراعظم هم وټاکل سو. د پاچا سلمان په یوه فرمان کي راغلي دي، چي دغه ۳۷ کلن په حکومت کي د تغیر او تبدیل په جریان کي د دغه مقام له پاره تعین سوی دی.

https://p.dw.com/p/4HS22
Saudi-Arabien | Bundeskanzler Olaf Scholz und Mohammed bin Salma
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

تر اوسه پوري د صدراعظمۍ مقام پخپله د ۸۶ کلن پاچا سلمان په اختیار کي ؤ. خو دغه اقدام د پاچا د صحي حالت د خرابیدو په هکله نوي اوازې راپورته کړي. ولیعهد، محمد بن سلمان ته له څو کلونو راهیسي عملأ د سعودي عربستان د پاچا په سترګه کتل کیږي. 

پراوکراین باندي د روسیې له يرغل راهیسي د خلیج دغه هیواد د تیلو او ګازو د کمبود په دلیل بیرته په بین المللي سطح مطرح سوی دی.