د سرطاني ويروسونو د کشف په برخه کي دوو ډاکترانو ته جايزه
۱۳۹۵ بهمن ۵, سهشنبهخوان چنګ (۵۷ کلنه) او پيتريک ايس موور (۶۰ کلن) چې ماينه او ميړه دي، نه يوازي يې نوي سرطاني ويروسونه کشف کړي، بلکې داسې ميدوتونه یې هم موندلي دي چې په مرسته يې نوي ويروسونه موندل کيدلای شي.
دا ويروسونه کولای شي معمولي حجرې په توموري حجرو بدلې کړي. ساينس پوهان دا «بيلوژيکي حادثې» بولي. په توموري حجرو کې بیا دغه ویروسونه نه ډيريږي او جينتيکي خاصيتونه يې هم له توموري حجرو سره له منځه ځي.
دې دواړو ساينس پوهانو په دې هلکه څيړنې کړي چې دغه «بيولوژيکي حادثې» څه ډول رامنځته کيږي او هڅه کوي دا معلومه کړي چې دغه حادثې د سرطان په اړه پر ټولو څېړنو څه اغیز لري؟
خوان چنګ د پتسبورګ پوهنتون د سرطان انستيتوت د «پاتولوژي» استاده ده او مېړه يې هم دغلته د سرطاني ويروسونو د پيژندني پروګرام مشر دی. دوی تر۲۵ کالو له زياتې مودې راهيسې يوځای کار کوي.
د سرطان د څيړنې په برخه کې ستر ګام
د پاول ايرلش موسسې مسئولينو چنګ او موور ته د دې جایزې د ورکړې دليل د دوی له خوا « HHV-8»هرپس انساني ويروس او د مرکل ـ پوليوما (MCV) ويروس کشف کول وښودل. دې موسسې زياته کړې ده چې چنګ او موور، په خپلو تحقيقاتو کې ښوولې ده چې دا ويروسونه د تومورونو د پيدا کيدو سبب کيدلای شي.
«HHV-8» ويروس د «کاپوسي ـ سرکوم» سبب کيږي. دا د سرطان يو ډول دی چې د ايدز مريضانو ته پيدا کيږي او پر پوست يې د يوه پوخ سور رنګ درلودونکي داغ په توګه ظاهريږي. د سرطان دا ډول په افریقا کې چې د ايدز د ناورغۍ کچه لوړه ده، ډير ليدل کيږي.
د «پاول ايرلش او لودوک دارمشتيتر» جایزه به د روان کال د مارچ مياشتي پر ۱۴ نيټه د آلمان د فرانکفورت ښار په يوه کليسا کې دې دوو امريکايي څيړونکو ته ورکړله شي.
نور مطالب: