د کابل چاودنه کې لږ تر لږه يو تن مړ او ۵۹ ټپيان دي
۱۴۰۱ فروردین ۱۴, یکشنبهپه کابل کې د ايمرجنسي په نامه روغتون چې د ایټالیې لخوا تمویلیږي، په ټويټر کې ليکلي چې ۵۹ تنه ټپيان روغتون ته انتقال شوي او دا چې ۳۳ تنه ورڅخه جدي ټپيان دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې. په لومړي سر کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی وو چې په چاودنه کې لس تنه ټپيان دي او ويلي يې ول چې چاودنه داسې مهال وشوه چې يوه غله د پيسو پټولو په غرض يو لاسي بم غورځولی وو.
د هغه وخت راهيسې چې طالبان بیا قدرت ته رسېدلي دي، طالبان د امنيتي پېښو کچه کمه ښيي او ډېری وخت دغه راز پیښو ته د غلا او يرغمل نيونې نومونه ورکوي. په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شوي انځورونه ښيي چې د مارکېټ ځمکه په وينو لړلې ده او خلک روغتونونو ته انتقاليږي او نور کسان له صحنې څخه تښتي. دا چې هوا په ګرمېدو ده، نو د امنيتي پېښو شمېر هم په دغه جګړه ځپلي هېواد کې چې اوس د طالبانو په ولکه کې دی، پسې ډېريږي.
د »اسلامي دولت« يا داعش په نوم تروريستي ډلې له خوا د ګواښ تر څنګ، نورې وسله والې ډلې چې د طالبانو ضد څېرو او د پخوانيو حکومتي امنيتي ځواکونو له خوا تشکيل شوي دي، په قدرت پسې هڅې کوي. د شنبې په ماښام داعش د دوو هغو چاودنو مسئوليت ومانه چې په تېر دوو ورځو کې یې په هرات او کابل ولايتونو کې تر سره کړې وې. د هرات ولایت په غبرګو چاودنو کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي وو. دغه پيښه د هرات ولایت اکثريت شيعه مېشته سيمه کې رامنځ ته شوې وه.