1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سالنګونو لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ دی ۲۱, چهارشنبه

د طالبانو د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې مسؤولان وایي چې د سالنګونو لویه لاره د واورې د اورښت او شدېدو بادونو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

https://p.dw.com/p/4M19R
Schnee und Eis in  Bamiyan  Afghanistan
انځور: DW/A. Akramy

د طالبانو د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې وړاندوینه کوي چې یاده لویه لاره به د نن ورځې ترپایه د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

د دې ادارې مشر حافظ محمد یعقوب د طالبانو باختر آژانس ته ویلي: «د دوشنبې له ماښام راهیسې په سالنګونو کې واوره پیل شوې او د سالنګ په شمال کې له باد سره واوره ورېږي چې د شپې په اوږدو کې د توپان شدت سخت شوی و او وړاندوینه کېږي چې اوسنی وضعیت به د نن ورځې تر پایه دوام وکړي.»

د طالبانو په خپره کړې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د قراردادي شرکتونو په همغږئ سره د لارو بېرته پرانیستلو هڅې پيل شوي دي: «د ټول ګټو وزارت ټول ریاستونه هڅه کوي چې له قراردادي شرکتونو سره په همکاري د واورې له امله بندې لارې د ترافیکو پرمخ پرانېزي.»

د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د واورې اورښت له کبله په بادغیس ولایت کې د سبزک کوتل، په بامیانو کې د حاجي ګک، شاتو او اقربات کوتلونه، په بغلان کې د شیخ جلال او فلفي او سرپل ولایت کې د قم کوتل لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.