1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سالنګ په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

افغانستان کې د طالبانو ټولګټو وزارت وايي، په سالنګ تونل کې د تیلو د یوه ټانګر د سوځېدو په پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي. پېښه د شنبې په ورځ ناوخته رامنځ ته شوه چې ورسره د مساپرو د تګ راتګ مخه نيول شوې ده.

https://p.dw.com/p/4L7hn
د آرشیف انځور - د سالنګ لویه لار د تونل خوله
د آرشیف انځور - د سالنګ لویه لار د تونل خولهانځور: DW

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند، حمیدالله مصباح وويل چې د سالنګ په پېښه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان مړه شوي او ۳۷ ټپیان دي. هغه وويل کېدای شي د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ پر اساس، مصباح وويل: «د تيلو يو ټانکر د سالنګ په تونل کې اوښتی او اور يې اخیستلي، چې بیا ورسره یو شمیر نورو موټرو هم اور اخیستلی دی.»

د پروان ولایت یو لوړپوړي روغتيایي چارواکي، عبدالله افغانمل، وویل چې په وژل شوو کسانو کې ډيری ېې ښځې او ماشومان دي. هغه وويل تلف شوي کسان ډير سخت سوځيدلي دی: «د مړو په منځ کې ډيره سخته ده چې وپېژندل شي چې کوم یو يې نارینه او کوم ېې ښځينه دی.»

طالب چارواکي وايي د سالنګ عمومي لاره لا هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده، او دا چې د ژغورونکو ډلې په چورلکو کې د پېښې ځای ته رسيدلي دي. په رپوټ کې د پېښې د رامنځ ته کېدو دلیل نه دی ښودل شوی.

د سالنګ لويه لار د شاوخوا ۳۶۵۰ مترو په لوړوالي، د نړۍ د تر ټولو لوړو غرنيو لارو څخه یوه ده. دغه لاره چې د ۲ اعشاريه ۶ کيلومترو په اوږدوالي تونل هم لري، په ۱۹۵۰مې ميلادي لسیزه کې د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينو له خوا رغول شوې ده.

د هندوکش غرونو څخه تېره شوې دغه لاره پلازمېنه کابل د افغانستان نهو شمالي او شمال ختيځو ولایتونو سره نښلوي. د سالنګ لار وخت ناوخت په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د ډيرې واورې، واورې ښويدنو او همدارنګه د خرابوالې له کبله د مساپرو پر مخ بندیږي. په ۲۰۱۲م کال په سالنګ کې د واورې ښويدو په پېښه کې له ۱۵۰ ډيرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

(AFP)mks/mns/