د سالمو پښتورګو له پاره ۸ لارښوونې!
د انسان پښتورګي یا ګردې وینه تصفیه کوي، د بدن د اوبو کچه څاري او مهم هرمونونه تولیدوي. په دې برخه کې ستونزې، د ګردو یا پښتورګو د نه کار نخښې دي. د سالمو پښتورګو له پاره دغه ۸ لارې ګټورې تمامیږي.
ډیر قزیکي فعالیت!
فزیکي فعالیت د بدن د ویني د فشار د ټیټ ساتلو له پاره مهم ګڼل کیږي او په دې توګه د انسان بدن د شکرې د ناروغۍ پر وړاندې خوندي ساتي. شکر یا دیابیت ناروغي د ګردو د خرابیدو یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کیږي.
د وینې ګلوکوز په دوامداره توګه وڅارئ!
په دې ځان ډاډه کړئ چې د وینې د ګلوکوز اندازه مو ثابته پاته شي. په وینه کې د خوږوالي زیاتوالی چې د دیابیت یا شکرې ناروغۍ له نخښو څخه شمیرل کیږي، د ګردو یا پښتورګو په داخل کې کوچني رګونو ته زیان رسوي چې بیا د بدن د وینې فلتر او تصفیه په سمه توګه صورت نه نیسي.
خپل د وینې فشار وڅارئ!
د ګردو د له کاره لویدو یو له دلالیلو څخه د وینې لوړ فشار دی. د وخت په تیریدو سره، د وینې لوړ فشار د وینې رګونو ته زیان رسوي. د پښتورګو د سلامتیا له پاره، د وینې فشار باید له ۱۴۰/۹۰ څخه لوړ نه شي. کله دا هم مهمه وي چې د وینې د فشار د ټیټولو له پاره له دارو درمل څخه کار واخیستل شي.
سالم خوراک!
د میوو، سبزیجاتو او فایبر لرونکو خوراکونو استفاده د انسان د بدن د وزن په برخه کې هم ګټوره ده او همدا راز د پښتورګو د کاره لویدو په مخنیوي کې هم مرسته کوي. ډیر وزن له لوړ فشار او شکرې ناروغۍ سره اړیکې لري چې له امله یې د انسان ګردې له فعالیته لویږي. د مالګې کمه استفاده هم په دې برخه کې ګټور دي ځکه ډیره مالګه هم پښتورګو ته زیان رسوي.
په کافي اندازه د مایعاتو استفاده!
له بدن څخه د مضره موادو د ایستلو له پاره پښتورګي مایعاتو ته اړتیا لری. د دې کار له پاره تر ټولو غوره اندازه ۱،۵ تر ۲ لیټره پورې مایعات دي او هغوی چې فزیکي فعالیت کوي، بیا ډیرو نورو اوبو او مایعاتو ته اړتیا لري.
سګرټ پرېږدئ!
سګرټ څکول د وینې د رګونو د خرابیدو یو له مهمو عواملو څخه شمیرل کیږي چې په پایله کې یې پښتورګې وینه په سمه توګه نه تصفیه کوي. د نورو ډیرو مثبتو اړخونو سربیره، که سګرټ څکول مو ترک کړل، ګردې به مو درنه ډیره مننه وکړي.
د اوږدې مودې له پاره د درد د درملو له کارونې ډډه وکړئ!
د اوږدې مودې له پاره د درد ضد دارو درمل پښتورګو ته زیان رسوي. هغه خلک چې له وړاندې د ګردو له ستونزو شکایت لري، د درد ضد دارو درمل ورته د پښتورګو ستونزې لا ډیروي. که چیرته اړ یاست چې د اوږدې مودې له پارد د درد ضد درمل استفاده کړئ، په دې صورت کې له ډاکټر سره مو مشوره وکړئ څو داسې درمل تجویز کړي چې پښتورګو ته ډیر زیان نه رسوي.
هر کال د پښتورګو معاینات!
په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ګردو په برخه کې ستونزې لري، باید هر کال د خپلو پښتورګو بشپړه معاینه وکړي. هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۰ پورته، په شکرې اخته او د وینې لوړ فشار لري او یا هم په کورنۍ کې یې د چا پښتورګي له فعالیته لویدلي وي، باید په دوامداره توګه د خپلو پښتورګو معاینات ترسره کړي. ډاکټر کولی شي د پښتورګو د ناروغیو ابتدايي نخښې ومومي او پرته له دې چې وخت تیر وي، د حل له پاره یې لارې ولټوي.