1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زاهدان د خونړۍ جمعې د اعتراضونو دوام

۱۴۰۲ مهر ۸, شنبه

د زاهدان د خونړۍ جمعې کلیزه د سیستان او بلوچستان په مختلفو برخو کې له پراخو احتجاجونو سره پیل شوه. په بلوچستان کې تر اوسه ۲۹ اعتراض کوونکي ټپیان شوي. د امریکا د کانګرس یوې غړې په زاهدان کې د سرکوب د بندولو غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4WzgG
Iran Ausgangssperre in Zahedan nach dem Blutvergissen
انځور: Haalvsh

څه پيښ شوي وو؟

د تیر کال په سپټمبر میاشت کې د ایران په زاهدان ښار کې د اهل سنت د جامع جومات د امام عبدالمحمید له خوا د جمعې تر خطبې وروسته لمونځ کوونکو د نورو تر څنګ «پر یوې ځوانې نجلۍ د پولیسو د یوه قوماندان له خوا د جنسي تیري کولو» پيښې پر ضد په اعتراض لاس پورې کړ چې د حکومتي ځواکونو له خوا پرې په مستقیم ډول ډزې وشوې. 

په دې پيښه کې چې «د زاهدان خونړۍ جمعه» په نامه مشهوره ده، لږ تره ۱۰۰ تنه مړه شول چې حد اقل ۱۰ تنه په کې ماشومان ول او لږ تر لږه ۳۰۰ نور ټپیان شول.

د اعتراضونو دوام

د دې پيښې د لومړۍ کلیزې په درشل کې د جمعې په ورځ خلک یو وار بیا خپلو غوښتنو ته د رسیدګۍ او عدالت غوښتنې په خاطر سړکونو ته را وتلي ول چې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو کې لسګونه تنه یې ټپیان شول.

بلوچ فعالانو دویچه ویله ویلي: «د شپې په تیاره کې سرکوبه کوونکو ځواکونو خلاص لاس درلود او ډیر شمیر اتباع په خپلو کورونو کې نیول شوي دي.»

د نیول شوو کسانو شمیر سلګونو ته رسیږي او د دغو فعالانو په خبره یوازې په زاهدان ښار کې د اعتراضونو په لومړیو ساعتونو کې ۶۰ تنو ته رسیدلی وو. د ټپیانو شمیر هم ۲۹ تنو ته رسیدلی دی چې د دوی په منځ کې هم ۸ تنه ماشومان شامل دي.

د «حال وش» انټرنټ پاڼه چې د سیستان او بلوچستان تحولات تر پوښښ لاندې نیسي د تیرې ورځې د نوو ټپیانو انځورونه یې خپاره کړي دي چې د جمعې په ورځ د نظامي ځواکونو په ساچمه یي ډزو کې ټپیان شوي دي.

حامد اسماعیلیون چې د ایراند رژیم یو له مخالفینو او د اوکرایني د را نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو له کورنۍ څخه دی، په خپل ایکس (پخوانی ټویټر) ټولنیزه شبکه کې لیکلي دي چې «هغه حکومت چې پر عدالت او آزادي غوښتونکو له ټانکونو، داشکو او اوښکي بهونکي ګازو سره حمله کوي، عمر یې پای ته رسیدلی دی.»

اسماعیلیون د خپل پيغام په یوه بله برخه کې له بلوڅانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي: «او هغه څه چې مو له بلوچستان څخه زده کړي دي هغه استمرار (تسلسل) دی، استمرار او استمرار.»

نوموړي د خپل پيغام په پای کې ټینګار کړی دی «د زاهدان، خاش، سیستان او بلوچستان په نورو ښارونو کې پر تنکیو ځوانانو د حکومت بریدونه یې د بې رحمانه چلند ښکاریندویې کوي. د ایران د ماشومانو قاتلان نه هیروو او نه یې هم بخښو.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت امنیتي او انتظامي مرستیال مجید میر احمدي د زاهدان د مظاهرو په اړه خپله چوپتیا ماته کړه او د فارس خبري آژانس ته یې، چې سپاه پاسداران ته نږدې خبري آژانس دی، وویل «د انقلاب مخالفیونو ډیر کوښښ وکړ، څو یو وار بیا د ګډوډۍ په رامنځته کولو سره اغتشاشاتو ته لمن ووهي، خو په بشپړ ډول له پامه غورځول کیدو سره مخامخ شول.»

د ایران د کورنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي په زاهدان کې د لسګونو اعتراض کوونکو د ټپي کیدو او په زاهدان او د بلوچستان په نورو ښارونو کې د حکومتي ځواکونو پراخ حضور ته هیڅ اشاره ونه کړه.

د سرکوب د بندولو غوښتنه

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس غړې کلودیا تِنې، د زاهدان د مکي مسجد د لمونځ کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او پرې ډزې کول په سختو ټکو غندلی دی.

تِنې په خپل ایکس(پخوانی تویتر) کې لیکلي دي چې د زاهدان د خونړي جمعې په کلیزه کې پر مکي جومات برید په وحشت کې اچولې ده. دغې سیاستوالې ویلي : «د سپاه پاسداران په وسیله دغه تاوتریخوالی کرکه پارونکې ده». هغې د ایران له انتظامي ځواکونو وغوښتل چې په عاجل ډول دې د خپل ولس پر وړاندې حمله او سرکوبونه ودروي.

دغې جمهوري غوښتونکې سناتورې زیاته کړې ده چې د ایران د خلکو په څنګ کې ولاړه او د عدالت غوښتونکې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص