1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د روژې پېل؛ کرونا ویروس او ګرځبندیز

۱۳۹۹ اردیبهشت ۵, جمعه

کابو په ټوله نړۍ کې مسلمانانو د جمعې په ورځ د کرونا ویروس له کبله د بې سارې ګرځبندیز په ترڅ کې د روژې مېاشت پېل کړه. امریکا بیا له د خپلو اقتصادي مرستو په بسته کې نور نیم تریلیون ډالر هم ورزیات کړل.

https://p.dw.com/p/3bM4J
Südafrika Kapstadt Ramadan Zeremonie Coronavirus Masken
انځور: Reuters/M. Hutchings

دغه ویروس چې په نړۍ کې یې ژوند ته بدلون ورکړی، هیوادونه یې د خپریدو د مخنیوي په هڅه کې دي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې تر ۱۹۰ زرو زیات انسانان مړه کړي او په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر کابو ۲،۷ میلیونو ته رسیدلی دی.

د روژې میاشت په داسې وخت کې پيل شوه چې له سویل ختیځي آسیا څخه نیولی تر منځني ختیځ او افریقا پورې اسلامي ټولنې د کرونا ویروس له کبله په ټولنیز ژوند کې له محدودیتونو سره مخامخ دي. په دې محدویتونو کې په مسجدونو کې په جماعت لمونځ ادا کول او همداشان د روژه ماتې له پاره په سترو میلمستیاوو کې د خپلوانو او دوستانو پر راټولیدو بندیزونه شامل دی.

خو د کرونا ویروس پر خطر سربیره د بنګله دیش، پاکستان او اندونیزیا په شمول یو شمیر هیوادونو کې ځیني علما او محافظه پاله د ټولنیز واټن اصول نه مراعاتوي او په مسجدونو کې په جماعت د لمانځه د نه ادا کولو مخالفت کوي.

د پنجشنبې په ورځ ناوخته په زرونو کسانو د اندونیزیا په آچه ولایت کې چې د محافظه پالو مرکز ګڼل کیږي تراویح لمونځ وکړ او همداشان د پاکستان په یو شمیر ښارونو کې هم خلکو په جماعت لمونځونه کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په روژې میاشت کې د ځینو فعالیتونو د درولو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د یو شمیر هیوادونو چارواکو د سترو مذهبي غونډو د خطر څخه په ښکاره ډول خبرداری ورکړی دی. په درو هیوادونو مالیزیا، پاکستان او هند کې په وروستیو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیر مخ پر زیاتیدو دی.

د واټن مراعاتولو تدابیر او د دغه وبا اقتصادي اغیزي په دې معنی هم دي چې د روژې میاشتې په ترڅ کې یو شمیر خیریه چارې په ځانګړې توګه د خوراکي توکو ویشل او د نورو مرستو ویش سخت اغیزمن شي.

صلاح جبرایل، چې یو بې روزګاره فلسطینی دی او له خپلې میرمن او شپږو ماشومانو سره په غزې تراړه کې په یوه کوچني دوه اطاقه کور کې اوسیږي وایي چې د روژې میاشتې له مرستو پرته به له لا ډیرو ستونزو سره مخامخ شي.

نوموړي د فرانسې له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «بازارونه او مسجدونه تړلي دي. نیک خلک چې په هره روژه کې به یې موږ ته پيسې او مرستې راکولي له سخت وضعیت سره مخامخ دي. دا تر ټولو سخته روژه ده چې موږ ورسره مخامخ شوي یو. موږ نه پوهیږو چې څرنګه به یې له عهدې ووځو.»

امریکا خپلې اقتصادي مرستې ډیرې کړې

د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د ښارونو تړل کیدل او پر ګرځیدو باندې بندیز او د نورو چارو په ټپه دریدلی حالت د نړۍ په کچه اقتصاد سخت ځپلی دی.

د متحده ایالاتو قانون جوړونکو چې ماسکونه یې اغوستي ول په کوچینو ډلو کې د ۴۸۳ میلیارده ډالرو مرسته تائید کړه. دا مرستې د ۲،۲ تریلیونه ډالرو د بستې سربیره دي.

دغې مرستې به په متحده ایالاتو کې له هغو کوچنیو شرکتونو یا کاروبانو سره مرسته وکړي چې دیوالیه کیدو ته نزدې دي. په امریکا متحده ایالاتو کې د دغه وبا له خپریدو راهیسې شا او خوا ۲۶ میلیونه کسان بې روزګاره شوي دي.

امریکا متحده ایالات اوس د نړۍ په کچه هغه هیواد دی چې د کرونا ویروس وبا تر ټولو زیات ځپلی دی. په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر شا او خوا ۵۰۰۰۰ ته رسیدلی دی.

د اروپا د مرکزي بانک د مشر له لوري د ناوخته اقدام کولو تر خبرداري وروسته د اروپايي اتحادیې هیوادونو مشران هم د ویډیويي کنفرانس په ترڅ کې د خپلو مرستو په هکله غږیدلي دي.

په داسې یوه وخت کې چې ښايي په اروپا او متحده ایالاتو کې دغه ناروغي اوج ته رسیدلې، ځینې نور هیوادونو لا هم د مبارزي په لومړنیو پړاونو کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی دی چې سخت اقدامات باید تر هغه وخته نافذ وي، څو د دغه ناروغۍ یوه مناسبه درملنه وموندل شي او یې یا واکسین جوړ شي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسینو جوړولو له پاره ګړندۍ هڅې روانې دي او د اکسفورد پوهنتون پر انسانانو د هغې د ازمویلو لړۍ پیل کړې. آلمان هم د راتلونکې اوونۍ له پاره دغه ډول ازموینې اعلان کړي دي.