1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتیا وزارت: د شکرې په ناروغۍ د اخته کسانو شمیر زیات شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د افغانستان د نفوس ۵،۸ سلنه د شکرې په ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ ده. دغه وزارت له دیابتیز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت، کابل کې د وړیا معاینې امکانات برابر کړي

https://p.dw.com/p/3T3Cs
Injektion von Insulin mit einem Injektor
انځور: picture-alliance/imageBROKER/J. Tack

بصیر حیدري ۵۲ کلن دی او له خپلې میرمن او شپږو ماشومانو سره په کابل کې ژوند کوي. هغه اته کاله ترمخه بشپړه روغتیا درلوده او د عدلیې په وزارت کې یې کار کاوه. خو د شکرې یا دیابتیز ناروغۍ د هغه ژوند ته په بشپړه توګه بدلون ورکړ.

حیدري وایي: «۱۳۹۰ لمریز کال وو چې لاسونه او پښې به مې ميږي ميږي کیدل او تشناب ته به ډیر تللم. ډاکټر ته ولاړم او تر معاینې وروسته یې راته وویل چې شکر مې لوړ شوی. دوا یې راکړه او د پرهیز یې راته وویل.»

دا چې تر دې دمخه د حیدري په کورنۍ کې هیڅوک پر دغې ناروغۍ نه وو اخته شوی، هغه د دې ناروغۍ علایم جدي نه وو نیول او هیڅ فکر یې نه کاوه چې یوه ورځ به پر دغې ناروغۍ اخته شي.

درې کاله دمخه یې دې ته پام شو چې د سترګو دید یې کم شوی دی. د درملنې له پاره هندوستان ته ولاړ او هلته یې جراحي عملیات تر سره کړه. خو د سترګې عملیات یې بریالي نه وو. هغه اوس د خپلو سترګو دید له لاسه ورکړی دی او نه شي کولی په عدلیې وزارت کې خپل کار ته ادامه ورکړي. حیدري وایي چې اوس د خپل تقاعدۍ په معاش او د کورنۍ په مرسته خپل ژوند پرمخ بیایي.

دیابیتز د انسانانو د مړینې د کچې اتم علت دی؟

دیابیتز د غیر ساري ناروغیو مور او د نړۍ په کچه د انسانانو د مړینې اتم علت انګیرل کیږي. دغه ناروغي کیدی شي د ړندیدو، د زړه د ناروغۍ او یا د نورو ناروغیو سبب وګرځي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې ۴۲۲ میلیونه کسان پر دغې ناروغۍ اخته دي چې ۱۹۹ میلیونه یې ښځي دي. د اټکلونو له مخې تر ۲۰۳۵م کاله پورې به دغه شمیر ۶۰۰ میلیونه کسانو ته ورسیږي.

ډاکټران غیر صحي خواړه، د فزیکي فعالیت نشتوالی او غیر عادي اضافي وزن پر دغه ناورغۍ د اخته کیدو عوامل یادوي. پر دې سربیره ځینې کسانو ته دغه ناروغي په ارثي توگه انتقاليږي.

په افغانستان کې د شکرې ناروغانو د شمیر زیاتیدل

د عامې روغتیا وزارت کې د غیر ساري ناروغیو د کنترول د څانگې رئيس ډاکټر سید حبیب اروال، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل کې چې هغه نظر پوښتنې چې په ۲۰۱۰م کال کې تر سره شوې وې، پکې ويل شوي ول چې د افغانستان د نفوس ۳،۲ سلنه د شکرې په ناروغۍ اخته دي خو اوس نوې سروی ښيې چې دغه شمیر لوړ شوی دی: «هغه ارقام چې تر اوسه رسما نه دي اعلان شوي ښيې چې د افغانستان ۸،۵ سلنه خلک د دیابتیز پر ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي.»

ډاکټر اروال زیاتوي چې د دغه شمیر د زیاتوالي علت دا دی چې په تیرو وختونو کې دغه ناروغۍ ډیره نه تشخیص کیده، بل دا چې د خلکو د پوهاوي سطحه هم لوړه شوې ده او د دې ترڅنګ خلک غوړ خواړه خوري او هیڅ ډول ورزش او حرکت نه کوي.

د ډاکټر اروال په خبره په افغانستان تر ۳۰ کلنو زیات عمر لرونکي کسان پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو له خطر سره مخامخ دي، خو ښځې او ماشومان هم مصونه نه دي.

د دغې ناروغۍ علام څه دي؟

ډاکټرال اروال زیاته لوږه او تنده، د ژبې وچیدل، په مککر ډول ادرار، د وزن کمیدل او د کلسترول او ګلوکوز زیاتیدل د دغې ناروغۍ د عمده علایمو په توګه یادوي. هغه خلکو ته سپارښتنه وکړه چې هر شپږ میاشتې وروسته معاینه وکړي او د غوښې او غوړو پر ځای زیاتره له ترکارۍ او سبزیجاتو استفاده وکړي او هره ورځ خپل لږ وخت ورزش ته وقف کړي.

ډاکټران په عمومي ډول د دغې ناروغۍ د وقایې او پر دغه ناروغۍ د اخته کیدو د مخنیوي له پاره هره ورځ حد اقل ۴۵ دقیقي سپورت، د خپل وزن کنترول، د لږ غوړو او لږ شکرې درلودونکي خوړو او له دخانیاتو څخه د استفادې سپارښتنه کوي.

بصیر حیدري، چې د شکرې پر ناروغۍ د اخته کیدو له کبله یې خپل دید له لاسه ورکړی دی، پر دې پيښمانه دی چې د ډاکټرانو سپارښتنې یې جدي نه دي نیولي. هغه له خلکو غواړي چې پر دغې ناروغۍ د اخته کیدو په صورت کې هغه جدي ونیسي، ورزش وکړي او د کم غوړو لرونکو خواړه وخوري.

په کابل کې د شکرې ناروغې د وړیا معاینې کمپاین

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د شکرې ناروغۍ پر وړاندې د خلکو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه د جمعې به ورځ د عبدالرحمن خان مسجد په شا او خوا کې او د شنبې په ورځ په افشار کې د شکرې ناروغۍ د معاینې کمپاین پر لار اچوي. د دغه وزارت په وینا په راتلونکي اوونۍ کې به هم د ځاځي په تفریحي پارک کې د دیابتیزز د وړیا معاینې کمپاین تر سره کړي.

پ ع