1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتيا وزارت: د هوا د ککړتيا له امله ۱۷ کسان مړه شوي

۱۳۹۸ دی ۱۰, سه‌شنبه

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي چې د تيرې يوې اوونۍ په جريان کې د ککړې هوا له امله ناروغ شوي ۱۷ کسان مړه شوي دي. دغه وزارت د کابل د هوا د ککړتيا اوسنی ګراف «خطرناک» توصيف کړی. اوسيدونکي يې فقر د دغې ستونزې لوی لامل بولي.

https://p.dw.com/p/3VXEu
Bildergalerie Afghanistan
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

د آلمان خبري آژانس په حواله، د افغانستان د عامې روغتيا مرستيال وزير داکتر فدا محمد پیکان ويلي دي چې د ککړې هوا له وجې ۸۸۱۳ ناروغان د افغانستان روغتونو ته مراجعه کړې چې له دې ډلې څخه په تيره اوونۍ کې ۱۷ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. پيکان دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل ښار کې د ماسکونو د ويش د کمپاين پر وخت کړي دي.

د افغانستان د چاپيريال ساتنې د ملي ادارې وياندې ليلا ساماني وايي چې د افغان ولسشمر په سپارښتنه، چارواکو په کابل کې د هغو فعاليتونو د له منځه وړلو په اړه اقدامات پيل کړي چې د دغه ښار د هوا د ککړتيا اصلي لاملونه پيژندل شوي.

ميرمن ساماني وويل چې د هوټلونو، حمامونو مالکانو او د هستوګنې د ښارګوټو دفترونو ته خبرداری ورکړل شوی چې د حرارت توليدلو په مقصد دې د پلاستيکي موادو او زړو ټيرونو له سوځولو څخه ډډه وکړي. د ښار له اکثرو اوسيدونکو څخه هم غوښتل شوي چې په کورنو کې د سکرو له ډبرو څخه استفاده لږ او زاړه موټرونه يې ترميم کړي.

Afg Jugendliche_Sport_cms.jpg
په کابل کې ککړه هوا تر ډيره ماشومان ګواښيانځور: AP

د سوداګريزو مرکزونو تړل

په رپوټ کې زياته شوې چې حکومت تر اوسه د ودونو دوه هوټلونه او د هستوګنې د دوو ښارګوټو دفترونه تړلي دي. د ميرمن ساماني په وينا چې دې ته ورته ۲۸ نور مرکزونه به هم په روانه اوونۍ کې وتړل شي.

خو د کابل ښار ډيری اوسيدونکي د دغه ښار د هوا د ککړيدو اصلي لاملونه فقر او د بريښنا کمښت بولي. دوی وايي تر هغې چې خلکو ته په ارزانه بيه بريښنا او د سوند ګاز عرضه نه شي د دغې ستونزې حل ناممکنه دی.

د غيرمعياري سکرو سوځول، د ونو او شنو ساحو کموالی، خامه سړکونه او بې پلانه جوړ شوي رهايشي ساختمانونه نور لاملونه دي چې د افغان چارواکو پر وينا د کابل هوا له يې له خاورو، دوړو او دودونو ډکه کړې ده.

Afghanistan Straßenreinigung (Bildergalerie)
کابل، د نړۍ د تر ټولو ککړې هوا لرونکو ښارونو څخه يوانځور: DW/Sirat

کابل، د نړۍ د تر ټولو ککړې هوا لرونکو ښارونو څخه يو

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې زياتوي چې کابل د نړۍ په کچه يو د هغو ښارونو څخه دی چې تر ټولو ککړه هوا لري.

د هوا ککړتيا په کابل ښار کې د ناروغيو يو اصلي لامل ګڼل کيږي. د دغه ښار ډيری اوسيدونکي په ځانګړې توګه ماشومان له دغه بابته کړيږي. په ورستيو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو کې هم د کابل ښار د ډيرې ککړې هوا په اړه تبصري زياتې شوي دي. په ځانګړې توګه په فيسبوک کې په دې اړه انځورونه هم لاس په لاس کيږي.

د فيسبوک يو کارونکی خالد مومند ليکي: « باید ټول کابل میشتي جدي ووسي، له اړتیا پرته باید ماښام، د شپې او سهار وختي له کوره ونه وځي، له ماسکونو څخه ډيره استفاده وکړي.»

حکومت اوس پر خلکو د ماسکونو د ويش کمپاين پيل کړی دي. حکومت دغه راز پروګرام لري چې په راتلونکو ورځو کې د کابل ښار په جوماتونو کې د آګاهۍ يو کمپاين پيل کړي. په دغه کمپاين کې شاوخوا ۲۲ حکومتي ادارو برخه اخيستې ده. 

/mks/bs/dpa hes fem