1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

«کرونا به په نژدې دوو کلونو کې تر کنټرول لاندې راشي»

۱۳۹۹ شهریور ۱, شنبه

د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د کرونا وبا به په څه کم دوو راتلونکو کلونو کې تر کنټرول لاندې راوستل شي. آدانوم وويل «هسپانوۍ انفلونزا» چې يوه پيړۍ مخکې خپره شوې وه، تر کنټرول لاندې راوستل يې هم شاوخوا دوه کاله وخت ونيو.

https://p.dw.com/p/3hKt0
Schweiz Genf WHO Treffen | Tedros Adhanom Ghebreyesus
انځور: picture-alliance/Xinhua/WHO

تدروس آدانوم، دغه څرګندونې د جمعې ورځې په ماښام (د اګست ۲۱مه) په ژنيو کې د روغتيا نړيوال سازمان په دفتر کې وکړې. هغه ويل هیله مند دی چې د کرونا ويروس خپريدا، تر ۲۰۲۲م کال پورې تر کنترول لاندې راوستل شي.

د روغتيا نړيوال سازمان مشر، د کرونا يا کوويد-۱۹ ناروغي، هغې «هسپانوۍ انفلونزا» ته ورته وبلله چې د ۱۹۱۸م کال په سر کې خپره او په ۱۹۲۰ کې تر کنټرول لاندې راوستل شوه.

آدانوم، په عين حال کې خبرداری ورکړ، کوم پرمختګونه چې د کرونا پر ضد مبارزې په لار کې شوي، هغه نبايد د بشپړې بريا په توګه وبلل شي، ځکه په وينا يې ځینې هيوادونه د کرونا تر نسبي کنترول راوستلو وروسته، د دغې اوبا له دوهمې څپې سره مخ شوي دي.

آلمان او هسپانيا د هغو اروپايي هيوادونو څخه دي چې په ورستيو ورځو کې د کرونا تازه مثبتې پيښې په کې د کرونا د اوج وخت ته چې څلور مياشتې مخکې وو، بيرته ګرځيدلي دي.

Coronavirus | Deutschland | Berlin Hauptbahnhof Teststation
آلمان او هسپانيا د هغو اروپايي هيوادونو په ډله کې دي چې د کرونا مثبتې پيښې په کې بيا ډيرې شوې ديانځور: Getty Images/M. Hitij

دا په داسې حال کې ده چې په ځينو نورو هيوادونو کې هم د کرونا د ابتلا پيښې په شدت سره ادامه لري. د بيلګې په توګه د جمعې په ورځ ويل شوي‌ دي چې په سويلي افريقا کې د تيرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې نژدې ۳۴۰۰ او په هسپانيا کې ۳۶۵۰ نوې پيښې ثبت شوي دي.  

خو په هسپانيا کې له دې سره سره، د مړينې پيښې د پخوا په څير لوړې نه دي.

د جمعې په ورځ په آلمان کې د کرونا تازه پيښې ۱۴۲۷ وښودل شوې. که څه هم دغه پيښې د يوې ورځې مخکې په پرتله لږ وې، خو د تیرې مياشتې  ورځني اوسط ته په کتو ډیرې زياتې دي.

د روغتيا نړيوال سازمان مشر وايي چې د کرونا په تړاو په نړۍ کې د شته ټولو ستونزو سربيره، دغه وبا به په نژدې دوه کلونو کې تر کنټرول لاندې راوستل شي. هغه دغه هیله مندي د پرمختللې تکنالوژۍ په اختيار کې درلودلو له برکته وښوده او زیاته يې کړه چې په دې لار کې به نهايي بريا، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ضد واکسين جوړول وي.

په حاضر وخت کې د نړۍ مختلف هيوادونه او د درملو جوړونکي شرکتونه په دې هڅه کې دي چې دغه واکسين توليد کړي.

د شنبې ورځې تر سهاره، د نړۍ په ۱۸۸ هيوادونو کې ۲۲ ميليونه او ۹۵۰ تنه په کرونا ويروس اخته شوي، چې له دغې ډلې نژدې ۸۰۰ زره يې مړه شوي دي.

دويچه وله ف/ م.ک.ص./م.ن.ص.

د کرونا پر موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: