1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د روغتيا نړيوال سازمان له بلې وبا هم خبرداری ورکړ

۱۳۹۹ دی ۷, یکشنبه

په نړۍ کې روغتيايي‌ وضعيت به هله ښه شي چې بشر په ګډه اساسي ګواښونو ته اوږه ورکړي.‌ دغه خبره د روغتيا د نړيوال سازمان مشر، تېدروس ادهانوم غيبريسوس کړې ده.

https://p.dw.com/p/3nFbX
WHO I Tedros Adhanom Ghebreyesus
انځور: Christopher Black/WHO/AP/picture alliance

د کرونا جاري بحران د روغتيا د نړيوالې ادارې د مشر، تېدروس ادهانوم غيبريسوس، په نظر وروستۍ وبا نه ده. دغه خبره له تاريخ څخه جوتيږي، وبايي ناروغۍ د ژوند يو واقعيت دی، دغه خبره تېدروس په يوه ويډيويي پيغام کې د پانديمي د مخنيوي په نړيواله ورځ وکړه چې په لومړي ځل لمانځل کيږي.

«د وارخطايۍ او غفلت يوه حلقه»

د تېدروس په خبره د کرونا پانديمي کومه د حيرانتيا وړ خبره نه وه، ځکه چې په تېرو کلونو کې په تکرار سره له دغه ډول يوه امکان څخه خبرداری ورکړل شوی وو. اوس بايد د تېدروس په اند بشر ورڅخه پند واخلي. دا ځکه چې د ډېرې اوږدې مودې راهيسې نړۍ «د وارخطايۍ او غفلت په يوه حلقه» کې هلې ځلې کړې دي.

د هغه په وينا «په خطرناک ډول يو لنډ لرليد» دی چې يوازې د اوسنيو ناروغيو د راټوکېدو پر وړاندې پيسې مصرفې شي، د دې پر ځای چې راتلونکو خطرونو ته چمتووالی ونيول شي.‌ د روغتيا په سيستمونو کې د حکومتونو او ټولنې په ملاتړ زياته پانګونه کولی شي دا تاثير ولري چې «زموږ ماشومانو او د هغوی ماشومانو ته يوه ډاډمنه، مقاومه او پايداره نړۍ په ميراث پاتې شي.»

د اقليم او ژويو ساتنه د روغتيا د ژغورنې په پار

د تېدروس په وينا ټولې هغه هڅې چې هدف يې په نړۍ کې د روغتيايي وضعيت ښه کول دي،‌ له ماتې سره مخامخ کيږي، تر هغه پورې چې انسانان د اقليم د بدلون او د حيواناتو د ساتنې غم ونه خوري. د تېدروس د څرګندونو له مخې دغې پانديمۍ اوس د انسانانو، ژويو او د ځمکې د کُرې د بهبود او روغتيا تر منځ تړاو راپه ګوته کړی دی.

ww/sti/ن ص/ ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: