1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د روسېې پر دوو هوايي اډو تر حملو وروسته بله حمله

۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

د روسېې يوه چارواکي د سه شنبې په ورځ وويل چې د روسېې په کورسک سيمه کې د ډرون یوه حمله شوې چې پکې د تيلو يوې زېرمې اور اخیستی دی. دغه حمله د روسېې په خاوره کې پر دوو هوايي اډو تر ډرون حملو یوه ورځ وروسته شوې ده.

https://p.dw.com/p/4KXQP
د روسېې د کورسک په هوايي اډه کې د روسي چارواکو په خبره تر برید وروسته د تيلو زیرمه سوځيدلې چې په انځور کې ېې تور لوګی ښکاري
د روسېې د کورسک په هوايي اډه کې د روسي چارواکو په خبره تر برید وروسته د تيلو زیرمه سوځيدلې چې په انځور کې ېې تور لوګی ښکاريانځور: TASS/dpa/picture alliance

په کورسک کې دغه برید یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې مسکو پر کیف تور ولګاوه چې د روسي په خاوره کې دننه ېې پر دوو پوځي هوايي اډو د ډرون بریدونه ترسره کړي دي.

د کورسک والي، رومن استاروویت، د ننۍ برید په اړه پر تيلګرام لیکلي دي چې دغه برید ځاني تلفات نه لري او اور «قابو شوی دی.» رويټرز له کيف څخه وايي چې دغه آژانس په سملاسي توګه اړوند رپوټونه تائيدولی نشي.

د روسيې دفاع وزارت تر دې مخکې ويلي ول چې اوکرايني ډرون الوتکو د دوشنبې په ورځ د روسېې جنوب- مرکزي سیمو، ریزان او ساراتوف کې پر دوو هوايي اډو بریدونه کړي چې درې عسکر پکې ووژل او څلور نور ټپيان شول او دغه راز دوې الوتکې هم تخریب شوې دي.

آلمان ته په روان کال کې د ډېرو مهاجرو د راتګ انتظار کیږي

اوکراین په مستقیمه توګه د دوشنبې ورځې د دغو بریدونو د هيڅ يو مسئولیت نه دی منلی، خو که چېرته تر شا ېې لاس وي، نو دا به د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې چې روسېې پر اوکراین يرغل کړی د روسېې په خاوره کې تر ټولو وړاندې بریدونه وي.

«حملې د اوکراین له حریمه شوي»

نیویارک ټایم د یوه لوړپوړي اوکرايني چارواکي له قوله ویلي دي چې د دوشنبې ورځې ډرون بریدونه د اوکراین له قلمره ترسره شوي چې لږ تر لږه یو بريد ېې اډې ته نژدې د ځانګړو ځواکونو په مرسته ترسره شوې ده.

سیپري: د اوکراین جګړه د وسلو صنعت له پاره ښه خبر نه دی

د اسرائيل د سټلایټي انځورونو شرکت، ايميج ست انترنیشنل، داسې انځورونه خپاره کړي چې په هغو کې په دیاګیلو هوايي اډه کې د یوې Tu-22M ډوله الوتکې ته نژدې د اورلګېدنې نښې نښانې او شیان لېدل کیږي.

Satellitenaufnahme Russland Luftwaffenbasis Engels
سټلایټی انځور چې په کې د روسېې جنګي الوتکې ښکاري - د روسېې ساراتوف هوايي اډهانځور: MAXAR/REUTERS

د روسيې دفاع وزارت ويلي دي چې د دوشنبې ورځې بریدونه د اوږد واټن وهونکې الوتکې د ويشتلو په مقصد تروریستي اقدامات دي او زیاتوي چې ټيټ پرواز کوونکې ډرون ېې راغورځولي دي. د رپوټونو مطابق، ځاني تلفات په ریزان اډه کې اوښتي چې د مسکو جنوب شرق ته په ۱۸۵ کیلومترۍ کې واقع دی.

ساراتوف هوايي اډه بیا د اوکراین تر ټولو نژدې حریم ته په لږ تر لږه ۶۰۰ کیلومترۍ کې واقع ده. روسی مبصیرينو پر ټولنیزو رسنیو ويلي دي، کله چې اوکراین کولی شي د روسېې په خاوره کې پر دومره لرې ساحه حمله وکړي نو بیا خو کولی شي چې مسکو هم په نخښه کړي.

سيرګي لاورف پر ناټو نېوکې وکړې

اوکراینی پوځي کارپوه، سيرهی زګورتس وايي چې د دوشنبې په ورځ ویشتل شوې هوايي اډې يوازيني روسي تاسیسات دي چې په اوکراین کې د بریدونو له پاره روسي بم غورځونکو الوتکو ته بشپړ خدمات وړاندې کولی شي.

هغه د Espreso TV پر ویب پاڼه لیکلي دي: «تر اوسه لا ډير وختي ده چې ووایو دلته څه موضوع مطرح ده، خو د اوکراین د وسله وال پوځ دغه وړتیا چې د روسېې فدراسیون په دننه کې یو پوځي هدف ته ځان رسوي، يوه ډېره مهمه او سیمبولیکه معنی لري.»

پوتین امنیتی غونډه جوړه کړې

د روسيې په کورسک سیمه کې د ډرون د وروستي برید اړوند رپوټونو په هکله مسکو او کیف تر اوسه څه نه دي ويلي.

خو د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې وايي چې د دغو بریدونو وروسته چې کریملین ېې د اوکرایني ډرون حملې بولي، د روسېې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د روسېې د «کورني امنیت» له لوړپوړو چارواکو سره وکتل. روسېې دغه بریدونه د خپل هیواد له پاره خطرناک بللي دي.

کریملین وویل چې پوتین د سه شنبې په ورځ د «کورني امنیت» په موخه د امنیت شورا یوه غونډه جوړه کړې وه خو نور جزيیات ېې نه دي ورکړي.

روسیه: د دوشنبې ورځې بریدونو ته مو ځواب ورکړ

خو د روسېې دفاع وزارت ويلي دي چې د اوکراین د دوشنبې ورځې بریدونو ته په «درنو حملو» ځواب ورکړی چې پکې د اوکراین د پوځي کنټرول سیستم او نور اهداف ويشتل شوي دي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې په دغو ځوابي حملو کې ېې د لوړ دقت درلودونکو هوايي او سمندري وسلو څخه استفاده کړې چې پکې د اوکراین ټول ۱۷ هدفونه په نخښه شوي دي.

په دونیڅک کې جګړه

​​کریملین وايي چې تر بریدونو وروسته ولسمشر پوتین د سه شنبې په ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره د هیواد د داخلي امنیت پر موضوع غونډه جوړه کړه
​​کریملین وايي چې تر بریدونو وروسته ولسمشر پوتین د سه شنبې په ورځ له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره د هیواد د داخلي امنیت پر موضوع غونډه جوړه کړهانځور: Mikhail Metzel/POOL/TASS/dpa/picture alliance

د اوکراين پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې ځواکونو ېې د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د بخموت ښارګوټي په ګډون د دونيڅک سيمې په ۷ برخو کې د روسي ځواکونو حملې پر شا تمبولي دي.

شولڅ پوتين له اوکراینه د خپلو ځواکونو د ایستلو په ګډون ديپلوماتيکې حل لارې ته رابللی

د رپوټونو مطابق روسي ځواکونو په وروستیو کې د بخموت په شاوخوا کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار، اولیکسی آرستويچ وايي چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر څو بخموت ښارګوټي باندې د لويديځ او شمال لويديځ لارې بندې کړي.

د برېښنا شبکو د احیا له پاره هڅې

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، د اوکراین د برېښنا ادارې کارکوونکو د سه شنبې په ورځ د برېښنا شبکو چې د روسېې ځواکونو په وروستیو هوايي او توغندويو بریدونو کې تخریب شوي، د احیا چارې پیل کړي دي. دغه حملې سبب شوي چې په ټول اوکراین کې برېښنا قطع او یا ګډوډه شي. په داسې حال کې چې هوا هم ډيره سړه شوې ده.

اوکراین د هسپانيې څخه د هاوک دافع هوا ترلاسه کړی

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زیلنسکي وويل چې مسکو ۷۰ توغندي توغولي دي. هغه وويل که څه هم له دغو توغنديو «ډېر» ېې راغورځول شوي، خو بیا ېې هم د اوکراین زیربناو ته زیانونه اړولي دي.

په ټولو سیمو کې د برېښنا قطع کېدو اعلان

د اوکراین د برېښنا رسونې ملي ادارې اوکرینریګو پر تیلګرام ليکلي دي چې د «دوامداره توغندويزو حملو له کبله ېې» په ټولو سیمو کې د برېښنا د قطع کېدو تازه اعلان کړی دی. د دغې ادارې مشر ويلي دي چې «په دې کې هيڅ شک نشته چې روسېه د دغو حملو پر مهال د روسېې د برېښنا [ادارې] له انجنیرانو سره مشورې کوي» چې توغندي په کومو ځایونو باندې اصابت کوي.

اوکراین: ۵۰۰ کلي بې برقه شوي؛ آلمان ته د مهاجرو د نوې څپې اټکل

وروسته له هغې چې روسي ځواکونو په ځمکنیو جنګونو کې د اوکراین پوځ په مقابل کې له ماتو سره مخ شول، مسکو له اکتوبر میاشتې راهیسې هوايي حملو ته زور ورکړی دی. په دغو حملو کې تر ټولو ډير د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نخښه کیږي. د تازه رپوټونو پر اساس، دا وخت د اوکراین له ۵۰۰ څخه ډير کلي یا ناحېې برېښنا نه لري.

mks/nz/(AFP, Reuters)

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل