1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې پارلمان همجنس بازۍ ته د تبلیغاتو ضد قانون سخت کړ

۱۴۰۱ آذر ۳, پنجشنبه

د روسیې د نمایندګانو مجلس همجنس بازۍ (LGBTQ) ته د تبلیغاتو ضد قانون سختیدو ته رایه ورکړه.

https://p.dw.com/p/4K0yM
Demonstration gegen das so genannte Gesetze gegen Homo-Propaganda
انځور: Zsolt Reviczky

د نمایندګانو د مجلس رئیس، وِیا چسلاف وُلودین د تلګرام انترنیتي خدماتي شبکې د لاری ویلي چي «هر ډول غیرعادي او عنعنوي جنسي ارتباطاتو ته تبلیغات به د ځانه سره عواقب ولري». هغه وویل چي «پارلمان به زموږ اولادونه او د هیواد اینده د هغي تیارې څخه وساتي چي د امریکا متحده ایالاتو او اروپايي دولتونو اچولې ده». 

په نوې فیصله کي راغلی دي چې څوک چي د دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، د تر لسو ميلیونو روبل (د ۱۶۰۰۰۰ یورو معادل) نقدي جریمې په ورکولو باندي محکومیږي.