1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسیې د یوې پوځي الوتکې د لوېدو له امله ۱۳ کسان وژل شوي دي

۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

د اوکراين په يوسک ښار کې د استوګنې په يوه سيمه کې د روسيې د يوې پوځي الوتکې د لوېدو په پایله کې ١٣ کسان مړه او ١٩ نور ټپيان شوي دي

https://p.dw.com/p/4ILtJ
د اوکراین په کیف کې اور لګیدنه
د اوکراین په کیف کې اور لګیدنه انځور: State Emergency Service of Ukraine via REUTERS

د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د دغې الوتکې پیلوټان ​​ژغورل شوي دي.
د اوکراين په يوسک ښار کې د ازوف سمندر ته څېرمه د روسيې د يوې پوځي الوتکې د لوېدو په نتيجه کې ديارلس تنه مړه او ١٩ نور ټپيان شول. د روسیي خبري اژانسونو د سې شنبې په ورځ د بیړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت له خوا د ورکول شوې راپور له مخې لیکي چې په وژل شویو کې درې ماشومان هم شامل دي.
دا مهال د قربانیانو د موندلو لپاره د لټون عملیات پای ته رسېدلي دي. تر دې مخکې روسي چارواکو په دې پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر شپږ تنه اعلان کړی و.
د روسیې خبري اژانسونو د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې وزارت له قوله ویلي، چې وروسته بیا دغه اور د  استوګنې یوې ودانۍ ته خپور شوی.