1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«د روسيې هوايي بمبار په سوریه کې۱۸۰۰۰ کسان وژلي دي»

۱۳۹۷ مهر ۹, دوشنبه

د سوریې د جګړې څارونکي سازمان ادعا کړې ده چې په تیرو درو کلونو کې په سوریه کې د روسیې په هوایي بمباریو کې تر ۱۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/35m7d
Syrien russische Langstreckenbomber Tu-22M3
انځور: picture-alliance/Ministry of defence of the Russian Federation

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د سپتمبر میاشتې ۳۰مه) ویلي دي چې په سوریه کې د مسکو له لوري د بریدونو پیلیدو پوره درې کاله وروسته د دغه هیواد په هوایي بمباریو کې تر ۱۸۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د ۲۰۱۵م کال د سپتمبر میاشتې پر ۳۰ نیټه د سوریې د حکومت په ملاتړ د روسیې پوځې مداخلې د جګړې لوري ته بدلون ورکړ او د بشارالاسد رژیم ته یې دا چانس برابر کړ چې د هیواد یوه لویه برخه بیرته ونیسي.

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان په وینا په دغو درو کلونو کې د روسیې هوايي بریدونو ۱۸۰۹۶ کسان وژلي دي. د دغه سازمان د رپوټ له مخې په دغه ډله کې ۷۹۸۸ ملکیان چې پکښې ۱۹۳۶ ماشومان او ۱۱۹۹ ښځې دي. رپوټ زیاتوي چې ۵۲۳۳ د «داعش» او همداشان د نورو یاغي او جهادي ډلو ټپلو ۴۸۷۵ جنګیالي شامل دي.

لویدیځ او ځیني یاغي ډلې د روسيې د الوتکو پر بمباریو همداشان په قصدي ډول د روغتونونو، ښونځیو او بازارونو د په نخښه کولو تور پورې کوي.

خو روسیه بیا د ملکي کسانو وژل ردوي. د دغه هیواد د دفاع کمیسیون د یکشنبې په ورځ وویل چې «دقیقو» هوایي بریدونو ۸۵۰۰۰ «ترهګر» وژلي دي.

په سوریه کې یوه مرستندویه ډله چې د سپین خولیو، په نوم یادیږي هم د یکشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړی دی. خو دغه رپوټ د اپوزیسیون په سیمو کې چې نوموړې ډله پکښې فعالیت کوي د روسیې تر هوایي بریدونو پورې محدود شوی دی.

د نوموړي سازمان په وینا د روسیي هوایي بریدونو د دوی د ۲۷ رضا کاروانو په گډون ۱۸۴۸ ملکیان وژلي دي. دغه مرستندویه سازمان تور لګولی دی چې «روسیې په بې توپیره ډول پر ملکي ځایونو بریدونه کړي چې د بې شمیره مرګ ژوبلې سبب ګرځیدلي او پر بازارونو، نانواي، د هستوګنې د سیمو، د بې ځایه شوو خلکو د کمپونو، ښوونځیو او روغتونونو د بمبارولو له کبله زیر بناوو ته ډیر سخت تاوان رسیدلی دی.»

روسیه په سوریه کې ځانګړي ځواکونه او پولیس هم لري. د ایران له ملاتړ څخه برخمن ځواکونه هم د اسد رژیم په ملاتړ په دغه هیواد کې جنګیږي.

د روسیې د پوځي مداخلې پر مهال د سوریې رژیم د دغه هیواد یو پر څلورمه برخه خاوره باندې کنترول درلود چې اوس هغه دوه پر دریمې برخې ته رسیږي.

د روسیې او سوریې پر هوایي بریدونو سربیره د امریکا متحده ایالاتو په مشرتوب یو پوځي ائتلاف د ۲۰۱۴م کال له سپتمبر میاشتې راهیسې پر داعش بریدونه کوي.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان تیره اوونۍ ویلي ول چې له کله راهیسې چې دغه ائتلاف په سوریه کې د داعش پر ضد بریدونو پیل کړي تر ۳۳۰۰ زیات ملکیان يې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.

خو نوموړی ائتلاف د عراق په گډون د هوایي بریدونو په ترڅ کې د ۱۰۵۹ ملکیانو وژل کېدل تائیدوي. د متحده ایالاتو په مشرتوب ائتلاف د ۲۰۱۴م کال له جون میاشتې راهیسې په عراق کې د داعش پر مورچلو بمباري کوي.

لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان په عراق او سوریه کې د ۲۰۱۴م کال له اګست میاشتې څخه د ۲۰۱۸م کال تر اګست میاشتې پورې د ائتلاف په هوایي بریدونو کې له ۶۵۷۵ څخه تر ۹۹۶۸ غیر محاربو کسانو د وژل کیدو اټکل کوي.

دغه سازمان وایي دا چې د کوم هیواد الوتکې برید کړی، د الوتکو د ډول، موقعیت، د پرواز د بیلګې او مرمیو د څرنګوالي په واسطه یي معلوموي.

چېز وینتر (اې اف پي)

زموږ له آرشیف څخه: