1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د روسيې د تېلو نلليکې پر ودانۍ دوو ډرونونو بريد کړی

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

دوو ډرون يا بې پيلوټه الوتکو د روسيې په پسکوف سيمه کې بلاروس ته څېرمه د تېلو نلليکې پر اداري ودانۍ بريد کړی او چاودنه يې پکې رامنځته کړې. دغه خبره والي ميخايل وېدرنيکوف په تلګرام کې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4Rt8Q
د روسیې او اوکرایین تر منځ د شخړې دوام
د روسیې او اوکرایین تر منځ د شخړې دوامانځور: Vitalii Matokha/AFP

وېدرنيکوف اوکراين ته د پړې ګوته ونه نيوله، خو مسکو پخوا هم په کيف باندې د ورته پېښو تور لګولی، چې ځينو دغسې بريدونو يې عامو وګړو او جايدادونو ته د اوکراين له پولې څخه په سلونو کيلومتره لېرې زيان اړولی دی.

اوکراين لس چنده زياته نظامي مرسته غواړي

اوکراين په رسمي توګه نه دي منلي چې په روسيه کې يې ګوندې بريدونه ترسره کړي، خو چارواکو په کيف کې په وار وار د روسيې پر خاورې د ډرونونو د برياليو بريدونو هرکلی کړی دی.

چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

د تازه بريد په اړه هم اوکراين کومه څرګندونه نه ده کړې. وېدرنيکوف وويل چې »ودانۍ د دوو بې پيلوټه الوتکو د بريد په پايله کې زيانمنه شوه.« هغه دا هم وويل چې تلفات نه دي اوښتي او يوه عملياتي ډله په صحنه کې ده څو د بريد په اړه وروستۍ پايلې وړاندې کړي.

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟

بريد د ليتوينوفو کلي ته څېرمه شوی چې له بلاروس سره د روسيې له ګډې پولې څخه څه کم لس کيلومتره لېرې پروت دی.

رويټرز/ن.ص./ش.ن.