1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د روسي ځواکونو يو ستر پوځي کاروان د کيف پر لور روان دی

۱۴۰۰ اسفند ۱۰, سه‌شنبه

روسي ځواکونه د سه شنبې په ورځ د اوکراین سويلي ښار خرسون ته رسيدلي. په دې منځ کې د ستېلايت له لارې اخيستل شوي انځورونه ښيي چې يو ستر پوځي کاروان د پلازمينې کيف پر لور روان دی.

https://p.dw.com/p/47lLA
Satelitenbild Maxar I Ukraine Konflikt I Konvoi im Südosten von Iwankiw
انځور: Maxar /AP/picture alliance

د ستېلايت له لارې اخيستل شوي انځورونه ښيي چې يو ستر پوځي کاروان چې کابو ۶۰ کيلومتره اوږد دی، د پلازمينې کيف پر لور روان دی. د اوکراين خبري آژانسونو هم د سه شنبې پر سهار ددغه کاروان خبر تائید کړی دی.

په دې کاروان کې په لسونو توپونه، لارۍ، زري موټرې او نور پوځي وسايط شامل دي چې په کرار کرار د کيف پر لور روان دی.

په دې منځ کې د فرانسې خبري آژانس له کیف څخه ليکي، د خرسون ښاروال، ایګور کولیخایوف، پر خپل فیسبوک ليکلي دي: «روسي ځواکونه د خرسون ښار په دروازو کې د تلاشۍ پوستو جوړولو په حال کې دي.» هغه زياته کړې چې خرسون ښار د اوکراينيانو وو او د اوکراينیانو به وي. دغه ښار د مسکو تر کنټرول لاندې کریميا ته نژدې پروت دی.

د اوکراين په جګړه کې د چچینیانو مرګ ژوبله

Ukraine - Zerstörung in Kharkiv
د اوکراین یوه ښوونځي مخې ته سوځيدلی اوکرايني ټانګانځور: Vitaliy Gnidyi/REUTERS

د روسيې د چچن ایالت رهبر، رمضان قدیروف چې د ولسمشر ولادیمیر پوتين له متحدانو څخه دی، د لومړي ځل له پاره په اوکراين کې د خپلو افرادو د مرګ ژوبلې رپوټ ورکړی. رويټرز ليکي، قدیروف د سه شنبې په ورځ وويل چې دوه چچیني سرتيري په اوکراین کې وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.

اردوغان او لوکاشینکو د اوکراين پر کړکيچ غږیدلي

د ترکيې ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سه شنبې په ورځ سهار وختي خپل بلاروسي سيال، الکساندر لوکاشینکو ته ټيلفون وکړ او پر اوکراين د روسي د پوځي یرغل سره په تړاو تحولاتو باندې يې ورسره خبرې وکړې.

رويټرز د اردوغان د دفتر له قوله ليکي چې دواړو مشرانو په اوکراین کې د روسيې او اوکراین تر منځ د اوربند په رامنځ ته کولو خبرې وکړې. زیاته شوې چې په دې اړه د دوشنبې ورځې مذاکرات يو ناڅاپي پرمختګ ته په رسیدلو بریالي شوي نه دي او مرکچي پلاوو دا هم نه دي ويلي چې د مذاکراتو بل پړاو به څه وخت پيليږي.

د ترکيې د ولسمشر دفتر په وينا، اردوغان لوکاشینکو ته وويل چې هیواد به يې خپلو هڅو ته ادامه ورکړي تر څو په اوکراين کې جګړه پای ته ورسيږي او بیرته سوله تامين شي. دا په داسې حال کې ده چې روسيه په اوکراين کې خپلو اقداماتو ته د یو «ځانګړي عمليات» نوم ورکړی دی.

اردوغان د دوشنبې په ورځ دا هم ويلي وو چې انقره به له روسيې او يا هم اوکراین سره خپلې اړيکې ونه شلوي. ترکيه چې د ناټو متحد دی، د يکشنبې په ورځ ېې وويل چې پر اوکراين باندې د روسيې يرغل يوه «جګړه» ده. ترکيې ويلي دي چې دغه جګړه ورته د ۱۹۳۶ کال يو نړیوال توافق له مخې اجازه ورکوي چې د ترکيې له تنګيو څخه د يو شمیر روسي کشتیو تیریدل محدود کړي.

Recep Tayyip Erdogan
اردوغان لوکاشینکو ته ویلي دي انقره به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي تر څو په اوکراين کې جګړه پای او بیرته سوله تامين شيانځور: Irina Yakovleva/ITAR-TASS/imago images

لوکاشینکو پر اوکراين د روسيې د پوځي يرغل وروسته، له پوتين سره همغږی شوی، کوم چې تر يرغل مخکې يې د دواړو ګاونډيو هیوادو (روسيه او اوکراین) ترمنځ د منځګړي رول لوباوه. لوکاشینکو تیره اوونۍ ويلي وو که ضرورت ېې وي نو ځواکونه يې کولی شي د اوکراين خلاف د روسېې په عملیاتو کې برخه واخلي.

د درملو کمښت

له بل لوري روغتيايي کارپوهانو پر اوکراین د روسي يرغل وورسته په دغه هیواد کې د درملو او طبي تجهیزاتو له شدید کمښت څخه انديښنه ښودلې او ويلي دي چې دغه وضعیت به د دې سبب شي چې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ پر وړاندې مبارزه سسته شي.

ويل شوي چې په اوکراین کې د درملو اړتیا وار دمخه ډيره حیاتي شوې ده په داسې حال کې چې د روغتيا نړيوال سازمان حتی د يکشنبې په ورځ د اکسيجن له ختمیدو څخه خبرداری ورکړی وو.

داسې حال کې چې اوکراينیان له خپلو کورنو د تيښتې په حال کې دي، په دغه هیواد کې د روغتيايي خدماتو د یوه بحران د رامنځ ته کیدو ويره ډيره شوې ده. د جګړې له کبله روغتيايي خدمات اغیزمن شوي او اوکراین ته طبي اکمالات هم له ماتې سره مخ دي. دغه هیواد وار دمخه کرونا وبا هم ځپلی دی.

د روغتيا نړیوال سازمان ویاند، تاریک جاسارويچ د دوشنبې په ورځ وويل چې په اوکراین کې د ماشومانو د پولیو ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي اقدامات، د جګړې له امله ځنډول شوي دي. هغه زیاته کړه داسې رپوټونه يې ترلاسه کړي دي چې د اوکراين په اکثرو برخو کې د کرونا واکسيناسیون کمپاينونه هم په ټپه دريدلي دي.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.