1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د رسنیو آزادۍ ته گواښ؛ ډېري خبريالاني زنداني کيږي

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

په تیره بیا په ایران او چین کي حالت ډیر خطرناک دی. همدارنگه د ښځینه او نارینه خبریالانو د وژل کیدو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. یو علت یې د اوکراین جگړه بلل کیږي.

https://p.dw.com/p/4KtfJ
Symbolbild Frau mit Kamera, Presse
انځور: Karine Péron Le Ouay/IMAGO/Hans Lucas

په تیرو کلونو کي د وژل سوو خبریالانو د شمیر تر کمیدو وروسته، د بې سرحده خبریالانو سازمان د ۲۰۲۲م کال د دسمبر تر لومړۍ نېټې پوري د تیر کال همدغه وخت په پرتله د ښځینه او نارینه ژورنالیستانو د وژل کیدو څه نا څه ۲۰ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.

د ROG سازمان کارپوه، کریستوفر ریش له دویچه ویلي سره په خبرو کي وايي چي له ۴۸ څخه ۵۷ ته د وژل کیدو د پیښو په لوړوالي کي پر اوکراين د روسیې يرغل مهم نقش لري.

سږ کال ۶۷ رسنيز کارکوونکي ووژل شول

د دغي جگړې له پیل راهیسي د اتو ژورنالیستانو په وژلو سره نوموړی هیواد اوس د خبریالانو له پاره د نړۍ په کچه دوهم خطرناک هیواد شمیرل کیږي.

منظم جرمونه او فساد

یوازي په مکسیکو کي د خبریالۍ د دندي پر وخت ۱۱ کسان وژل سوي دي. دا د ۲۰۲۱م کال په پرتله ۴ سلنه زیاتوالی ښيي. په دې ډول نوموړی هیواد د څلورم ځل له پاره د فهرست په لومړي ځای کي قرار لري. ډېر خبریالان د مخدره موادو او جنايي ډلو د پلټني پر وخت قرباني کیږي.

د ياد سازمان د موندنو له مخي، هغه تنظیم سوي جرمونه او فساد چي تر ټولو لوړو سیاسي دفترونو ته رسیږي، زیاتره یې د دغو قتلونو د ترکیب نتیجه وي.

په افغانستان کي د رسنیو اندېښمن وضعیت او ناڅرګند برخلیک

د کریستوفر ریش په نظر د دې کار یو علت دا دی چي ډېر محلي ژورنالیستان د جگړې د میدان برعکس د رسنیو د آزادۍ له پاره مبارزه کي خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا ځکه چي په جگړه ایزه سیمو کي ډېر خبریالان له بهر څخه راځي.

د بې سرحده خبریالانو سازمان په مکسیکو کي له کلونو راهیسي له خپل پارتنر سازمان سره په گډه د خپلو تر گواښ لاندي همکارانو د لا زیاتي ساتني له پاره فعالیت کوي. خو پر حکومتي تدابیرو سربیره بیا هم په حقیقت کي هیڅ هم نه ترسره کیږي. یوازي د جنورۍ په میاشت کي درې نارینه او یوه ښځه ژورنالیسته وژل سوې ده.

۵۳۳ خبریالان په زندانونو کي دي

د بې سرحده خبریالانو سازمان په حواله په نړۍ کي تر اوسه پوري اوه تنه ژورنالیستاني وژل سوي دي چي دا د ټولو قربانیانو څه د پاسه ۱۲ سلنه زیاتوالی ښیی. خو په زندانونو کي دغه رقم لا لوړ دی، یعنی ۱۵ سلنه.

په مجموعي ډول د دسمبر مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري ۵۳۳ ښځینه او نارینه خبریالان په زندانونو کي دي چي دغه رقم تر هر وخت ډیر لوړ دی.

د بندي ښځو په شمیر کي له ۲۸ سلنه څخه ۷۸ سلنه زیاتوالی راغلی. د هغوی یو پر څلرمه برخه په چین او ایران کي بندیاني دي . د دغه سازمان کارپوه کریستوفر ریش په داسي هیوادو لکه ایران او سپیني روسیه کي په هدفمندانه ډول د ښځو د سرکوبه کولو خبره کوي.

د هغه په نظر هلته په شعوري ډول د ښحینه خبریالانو له عاطفي احساساتو سره لوبي کیږي تر څو هغوی لا ډیر په وحشیانه ډول وبیروي.

GP/NZ/DW.Online