1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د دیني عالمانو هدفي وژنو دوام ته غبرګونونه

۱۳۹۹ خرداد ۲۴, شنبه

دیني عالمان وايي چې د عالمانو د هدفي وژنو دوام نور د زغملو نه دی. په یوه وروستۍ پیښه کې د شیرشاه سوري جومات خطیب مولوي عزیزالله مفلح په کابل کې ووژل شو خو پوښتنه دا ده چې د دې وژنو عاملین څوک دي او چارواکي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3dioC
Afghanistan Moschee Anschlag Kabul
انځور: Reuters/O.Sobhani

کورنیو چارو وزارت وايي، د تېرې جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جون ۱۲مه) د کابل ښار دریمه امنیتي حوزې اړوند شیرشاه سوري جومات کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د دغه جومات د خطیب مولوي عزیزالله مفلح په ګډون درې لمونځ کوونکي ووژل. په دې پېښه کې ۸ لمونځ کوونکي ټپیان شوي هم دي.

د دیني عالمانو غبرګون

د وزیر اکبر خان جومات د خطیب ډاکټر ایاز نیازي تر وژل کېدو وروسته د شیرشاه سوري جومات پېښې د دیني عالمانو تند غبرګون راپارولی.

دیني عالم مولوي محمد صابر صادقي دویچه ویله ته وویل، امنیتي چارواکي د دیني عالمانو او جوماتونو په امنیت ساتنه کې په مطلق ډول ناکام دي: «که حکومت لا هم د دغو پيښو په مخنیوي کې ناکامیږي، نو دیني عالمان بې تفاوته نه شي پاتې کیدای.»

دغه دیني عالم خبرداری ورکوي چې ډير ژر به د هېواد له بیلابیلو ولایتونو په سلهاوو دیني عالمان په کابل کې راټول شي او د دغو هدفي وژنو پر وړاندې به جدي پریکړې وکړي.

ولسمشر غني، د ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله او د پخواني ولسمشر حامد کرزي سربیره ډيری حکومت او سیاسي مشرانو دا پېښه غندلې ده.

کابل کې د ایران سفارت شیرشاه سوري مسجد چاودنه غندلې او په اعلامیه کې یې راغلي: «دا چاودنه ترهګریز او جنایتکارانه عمل دی.» په کابل کې د امریکا سفارت هم د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې.

Afghanistan nach Anschlag auf Moschee in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/S. Marai

د دیني عالمانو هدفي وژنې څوک کوي؟

د حکومتي چارواکو يوازې تش دغسې غندنې بیا د شنونکو، عامو خلکو او دیني عالمانو له سخت غبرګون سره مخ شوي.

دیني عالم مولوي صادقي وویل، حکومت باید ځواب ووايي، چې دغسې دوامداره وژنې د چا کار دی او زياته يې کړه: «د امنیتي ځواکونو کشف او استخبارات د څه لپاره دي؟ دوی باید روښانه کړي چې دیني عالمان څوک وژني.»

سره له دې چې طالبانو د دغه راز بریدونو ترشا خپل لاس لرل رد کړي خو کورنیو چارو وزارت وايي، طالبان د یوې اعلامیې په ورکولو سره ځان له مسئولیته نه شي خلاصولی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بیا پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دیني عالمانو په نښه کول زمونږ د دښمنانو د تګلارې یوه برخه ده او زياتوي: «هغوی د مذهب ترنامه لاندې هڅه کوي چې خپل دروغجن او ناروا روایت زمونږ پر خلکو تحمیل کړي. دغه دښمنان د سازمان شویو ترورونو په مټ هڅه کوي چې د خپل ځان پر وړاندې د منبر غږ غلی کړي.»

کابل کې د شیرشاه سوري جومات خطیب داسې مهال په نښه کیږي چې د همدې روانې جون میاشتې پر ۲مه نیټه ارګ ته څېرمه د وزیر اکبر خان جومات خطیب ډاکټر ایاز نیازی هم په ورته برید کې ووژل شو.

اسماعیل شاکر – کابل