1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله یادونه

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د کرونا ویروس د نړۍ په اکثرو ځایونو کې عامه ژوند له محدودیتونو سره مخامخ کړی دی. د دویچه ویله دفترونه هم له دغو محدودیتونو اغیزمن شوي دي.

https://p.dw.com/p/3ZuM1
In eigener Sache PS

د دویچه ویله خوږو لوستونکو او کارونکو!

د کرونا ویروس د خپریدو موضوع په نړیواله کچه انسانان اغیزمن کړي، په آلمان کې هم. په دې ترتیب پراخ وقایوي یا مخه نیونکي تدابیر تر لاس لاندې نیول شوي، څو د دغه ویروس د لا خپریدو مخه ونیول شي. د دغو تدابیرو په پایله کې عامه ژوند ګام په ګام محدودیږي. له دغو محدودیتونو څخه په بن او برلین کې د دویچه ویله دفترونه هم اغیزمن شوي دي. خو له دې سره سره، طبعا موږ خپلې ټولې هڅې په کار اچوو، څو د مهمو موضوعاتو، تر هر څه زیات د کرونا ویروس د وبا په هکله هره ورځ تاسو ته معلومات درکړو. خو فعلا نه شو کولی خپل پروګرامونه او مطالب په بشپړ ډول تولید کړو. موږ هیله من یو، چې ممکن ډیر ژر بیرته پر دې وتوانیږو چې په ټولو برخو کې په عادي ډول خپلې چارې پرمخ یوسو، څو تاسو ته د تل په څیر هراړخیز معلومات وړاندې کړو. تر هغه وخته ستاسې له تفاهم څخه مننه.

ستاسې د روغتیا په هیله!