1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دویچه ویله تحقیقي رپوټ: چین بې له جرمه ایغوریان محاکمه کوي

۱۳۹۹ خرداد ۲۱, چهارشنبه

د چین د شینجیانګ ولایت په کمپونو کې له یو میلیون څخه ډیر ایغور مسلمانان ساتل کیږي او دوی بې جرمه د چین د حکومت له لوري محاکمه کیږي. د دویچه ویله تحقیق جوتوي چې زیاتره ایغوریان بې دليله محاکمه کیږي.

https://p.dw.com/p/3dZyV
China und die Uiguren
انځور: picture-alliance/dpa/D. Azubel

په چین کې په اصطلاح د «روزنې په مرکزونو کې» چې زندانونو ته ورته کمپونه دي، په ورځني ډول ګڼ شمیر زنداني شوي ایغور مسلمانان په دوامداره توګه تر ځورونې لاندې دي او هره شیبه یې یوه بد خوب ته ورته ده. دلته زنداني شوي ایغوریان اړ دي چې په اجباري توګه په دوامداره توګه د ژبې او د بیا اصلاح کیدو اړوند درسونه تعقیب کړي.

له دوی څخه زیاتره یې اساسي سهولتونو ته لاس رسی نه لري او پر کوچنیو چوکیو ناست وي. په ځینو نورو ودانیو کې بیا ساتل کیدونکي ایغوریان د اوږدې مودې له پاره په اجباري ډول د چین د ولسمشر شي جين پینګ د ستاینې تلویزیوني پروپاګند پروګرامونه ګوري. په دې ځایونو کې د ډیرې کمې مودې له پاره بې کاره پاته کیدل او یا له یو بل سره په غوږ کې خبرې کول، سختې او عاجلې جزاګانې لري.

د چین له دغو کمپونو څخه آزاد شوي یو شمیر ایغوریان وايي چې په دغو کمپونو کې یوه ورځ له نورو څخه ډیره متفاوته وه او هغه داسې چې دوی ته یوه ورځ د سرغړونو یو لست ورکړل شو او دوی اړ وو چې له دې لست څخه خپله سرغړونه په خپله انتخاب کړي. په پایله کې، په بند کې ساتل کیدونکي ایغوریان اړ وو چې داسې جرمونه انتخاب کړي چې اصلاً دوی نه دي ترسره کړي او له کبله یې د میاشتو له پاره زنداني شوي دي. دوی همدا راز ویلي چې هغه مهال چې دوی د چینايي چارواکو له لوري نیول کیږي، دوی ته د نیول کیدو د علت په هکله هم څه نه ویل کیږي.

Karte Infografik Lager Uiguren China EN ***SPERRFRIST 8.6.2020***

وروسته له دې چې دوی له ورکړل شوي لست څخه خپل جرم انتخاب کړي، بیا نو د یوې داسې محکمې نوبت وي چې جرم یې نه وي ترسره شوی. په دغو محکمو کې محاکمه کیدونکي کسان د وکیل قانوني حق نه لري او دوی د محکمې په ترڅ کې له شواهدو پرته مجرم پیژندل کیږي او یا هم محکمه یې بل پړاو ته داخلیږي.

دویچه ویله په دې تړاو له څلورو داسې ایغور مسلمانانو سره خبرې کړي چې د چین د حکومت له لوري په دغو کمپونو کې زنداني شوي وو. له دوی څخه دوه یې نارینه او دوه یې میرمنې دي. دوی څلور واړه د چین د شینجینګ ولایت د یوې لیرې پرتې سیمې اوسیدونکي دي، داسې یوه سیمه چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي. دغه سیمه له اوږدې مودې راهیسې د چین د حکومت له سرکوب سره لاس او ګریوان ده او ګڼ شمیر اوسیدونکې یې د اوږدې مودې له پاره زندانونو ته ورته په دغو کمپونو کې ساتل کیږي.

دغو څلورو کسانو د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸م کلونو په ترڅ کې په شینجیانګ ولایت کې زندان تیر کړی دی. دویچه ویله دغه مرکې د څو اونیو په ترڅ ترسره کړي او دا څلور کسان یو له بله څخه خبر نه وو.

له لست څخه د جرم انتخاب

دغو څلورو کسانو دویچه ویله ته وویل چې د بند په موده کې دوی ته د چینايي چارواکو له خوا داسې یو لست وسپارل شو چې پکې شاوخوا ۷۰ مختلف جرمونه ذکر شوي وو او دوی مجبور وو چې له دغه لست څخه یو یا څو جرمونه انتخاب کړي. په دغه لست کې یو شمیر جرمونه ډیر خطرناک نه وو د بیلګې په توګه په بهر کې له میشتو خلکو سره اړیکه ټینګول. دوی زیاتوي چې په لست کې زیاتره جرمونه د مذهب او دین اړوند وو د بیلګې په توګه عبادت کول او یا د ټکري په سر کول.

له هغه وخت راهیسې، دغه څلور پخواني ایغور زندانیان ګاونډي هیواد قزاقستان ته کډه شوي دي. د دوی په انتقال کې په چین کې د دوی د کورنیو له لوري فشارونو نقش درلود او په ډیر احتمال سره د قزاقستان هیواد له لوري د پردې تر شا دیپلوماتیکي هڅې هم وې. په پایله کې، د چین حکومت دوی آزاد کړل او په قزاقستان کې یې د اوسیدو اقامې هم ورکړې. په قزاقستان کې له وړاندې نه ګڼ شمیر ایغور مسلمانان او د دوی کورنۍ میشتې دي.

خو هغه شمیر ایغور مسلمانان چې له بهر سره اړیکې نه لري او یا د بل هیواد تابعیت نه لري، دا بیا ناممکنه ده چې د چین حکومت د زندانونو په څیر د روزنې له دغو کمپونو څخه ځانونه آزاد کړي. دوی په دغو کمپونو کې تر دوامدارې څارنې او سرکوب لاندې شپې او ورځې سبا کوي. دویچه ویله نه شي کولی چې د دغو څلورو کسانو د معلوماتو پخلی وکړي، خو د دوی کیسې په اساسي برخو کې د یوه او بل د کیسې بشپړونکي دي.

Karte China Xinjiang EN

د زندانیانو له ډلې څخه یو یې هم د کمپ په روغتون کې وو او په توبرکلوز یا نري رنځ ناروغۍ اخته شوي وو. هغه د لست د ورکړې پرمهال له خلکو سره د تماس په پایله کې په دې ناروغۍ اخته شوی وو. دغه کس ډیر کم په چینايي ژبه خبرې کولی او ډیر کم د چینايي ژبې لوست کولی شي، نو له دې امله په دغو کمپونو کې به میشتو نورو زندانیانو هغه ته معلومات په ایغوري ژبه ژباړل او له دې کبله له نورو کسانو سره په نیږدې اړیکه کې وو.

یوه بل کس ته بیا په کمپ کې د ټولګي د استاد له لوري د جرمونو دغه لست ورسپارل شوی وو. نوموړی په یادوي چې استاد یې په ټولګې د میلو يا سیخانو له بل لوري څخه لست ور وسپاره. د هغه په خبره ټولګی په دوو برخو ویشل شوی وو، یوې خواته یې دوی او تر میلو پورې خواته یې ښوونکی موجود وو او ورسره مسلح افسران هم ولاړ وو.

د ۲۰۱۸م کال په مارچ میاشت کې زنداني شوي یوې میرمنې دویچه ویله ته وویل: «دوی موږ تهدیدولو: که چیرته  هیڅ [جرم] انتخاب نه کړئ نو دا په دې معنی ده چې تاسې په جرم اعتراف نه کوئ. او که چیرته په جرم اعتراف ونه کړئ، بیا به نو دلته د تل له پاره پاتې شې.» د هغې په خبره د دغو تهدیدونو په پایله کې دوی اړ شول چې یو جرم انتخاب کړي.

یوه بل زنداني دویچه ویله ته وویل چې د لست سپارل ورته د آرامۍ د سا ایستلو په توګه وو او وايي چې که «ریښتیا ووایم موږ دیر خوشاله وو، ځکه چې اوس موږ پوهیدو چې د څومره مودې له پاره به په کمپ کې بند وو. تر دې وړاندې، موږ ته هیچا څه نه وو ویلي چې موږ به د څومره وخت له پاره دلته پاته شو.» د روزنې په دغو کمپونو کې زندانیانو ته همدا راز ویل شوي چې که چیرته دوی مرسته وکړي، په کمپونو کې د دوی د پاتې کیدو وخت به هم کم کړل شي.

له زړورتیا ډک کار

په داسې حال کې چې ټول دغه پخواني زندانیان وايي چې دوی مجبور کړل شوي وو چې د جرم په لاسلیک کولو سره قبول کړي، خو یوه یې له دغه کاره ډډه وکړه، کوم چې په دغو کمپونو کې له زړوتیا ډک یو بې ساری اقدام شمیرل کیږي. یاد کمپونه لوړ محافظتي دیوالونه لري او په وسلو سمبال افسران یې څارنه او ساتنه کوي. دغه کس وايي چې هغه بې ګناه وو او هیڅ غلط کار یې نه وو کړی.

د دوی په خبره، د دریو ورځو په موده کې چارواکو او یو شمیر جګپوړو چارواکو په دوامداره توګه هغه تر لفظي فشارونو لاندې راوست څو خپل اعتراف لاسلیک کړي. بیا په ناڅاپي توګه، هغه له دغه بند څخه آزاد کړل شو او په خپل کور کې تر څار لاندې وو. هغه وايي چې هغه مهال، هغه یواځینی کس وو چې آزاد شوی وو او دا چې پاتې نور ټول کسان په کمپونو کې بند وو.

دا په چین کې د خپل ډول یوازینۍ پیښه ده چې دویچه ویله ورسره مخامخ شوې ده، چې پکې یو زنداني له فشارونو سره مقاومت کوي. دغه کس د قزاقستان هیواد قانوني اقامه لري کوم چې ښايي د هغه د آزادیدو یو له اصلي دلایلو څخه وي. ټولو دغو څلورو زندانیانو چې له دویچه ویله آلمان غږ سره یې خبري کړي دي، دا مني چې هغه اسناد چې دوی ته سپارل شوي وو، له ۷۰ څخه د ډیرو جرمونو یو لست وو.

له دغه لست او شمیر څخه داسې ښکاري چې دغه لست به د یوه بل تفصیلي لست له مخې جوړ شوی وي. په ۲۰۱۴م کال کې د چین په شینجیانګ ولایت کې یو بل دې ته ورته تفصیلي لست جوړ شوی وو چې پکې ۷۵ بیلابیل جرمونه ذکر شوي او زیاتره یې د مذهبي سخت دریځۍ اړوند وو. چین احتمالاً غوښتل څو له دې لارې ښاریان متوجه کړي چې د شکمنو فعالیتونو په لیدلو سره باید پولیسو او چارواکو ته خبر ورکړل شي. په دغه لست کې ډیر قوي جرمونه لکه جهاد ته هڅول، د شریعت د قوانینو له پاره مبارزه، ښځې ټکري په سر کولو ته مجبوره کول، د مذهبي او دیني پروپاګنډ پاڼو او معلوماتو خپرول او همدا راز پکې ډیر سپک جرمونه لکه په ناڅاپي توګه د الکولو یا سګرټو ترک کول، شامل وو.

چین د مسلمانانو فرهنګ هدف ګرځولی

یو ایغور زنداني تائیدوي چې دغه لست چې په ۲۰۱۴م کال کې د چین د حکومت له لوري خپور شوی وو، دوی ته د زندان د چارواکو له لوري له ورکړل شوي لست سره ډیر مشابه وو، خو زیاتوي چې په نوي لست کې یو شمیر جرمونه ور زیات کړل شوي وو لکه د بهرني هیواد پاسپورت لرل او یا کوم بهرني هیواد ته سفر کول.

دویچه ویله هم د چین په شینجیانګ ولایت کې د نیا په سیمه کې ځړول شوی یو رسمي سند لیدلی وو چې شاوخوا د همدې کلونو په ترڅ کې خپور شوی وو. په دغه لست کې ۲۶ بیلابیل غیر قانوني کارونه او مذهبي فعالیتونه درج کړل شوي وو د بیلګې په توګه امامت کول او یا نور خلک لمانځه او یا د ټکري په سر کولو ته هڅول پکې شامل وو. زیاتره دغه فعالیتونه، زندانیانو ته د ور سپارل کیدونکي تازه لست سره شباهت لري.

China Überwachungskameras in Xianjiang
انځور: Getty Images/AFP/P. Parks

خو یو حقیقت چې ښکاري هغه دا دی چې زیاتره د دین او مذهب اړوند فعالیتونه ناقانونه ګرځول شوي دي او دغه څه د دې ښکارندويي کوي چې چینايي چارواکي په چین کې د مسلمان اقلیتونو مذهبي او فرهنګي ریښې په نخښه کوي او هڅه کوي چې په دې توګه هغه له منځه یوسي، داسې یو اقدام چې له اوږدې مودې راهیسې یې ګڼ شمیر فعالین هم ادعا کوي.

د ۲۰۱۶م کال راهیسې، د چین حکومت په چین کې د ایغور او قزاق لږکیو په نیول او زنداني کولو پیل کړل دی، داسې یو زندان چې چین ورته د «مسکلي تعلیم د روزنې مرکز» اصطلاح کاروي. دغه مرکزونه بیا په غرب کې د چلند یا رویې د بدلون د مرکز په نامه یادیږي.

تر اوسه پورې دا ډیره سخته ده چې وویل شي چې په چین کې څومره ایغوریان زنداني شوي دي. د اټکلونو له مخې، په شینجیانګ ولایت کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه ایغوریانو له ډلې څخه شاوخوا ۱ میلیون یې د چین د حکومت له لوري زندانونو ته په ورته کمپونو کې لادرکه دي.

په عین وخت کې چینايي چارواکي بیا ادعا کوي چې «د روزنې مسلکي مرکزونه» په اصل کې د «سخت دريځۍ» له نظریې سره د مبارزې له پاره جوړ شوي دي او دا چې دغه مرکزونه ایغور مسلمانانو ته ارزښتاناکه مهارتونه ور زده کوي. ویل کیږي چې په دغو کمپونو کې زنداني شوي ایغوریان د چلند د بدلون له یوې پروسې څخه تیريږي او دوی ته د ماندارین ژبې کوروسونه هم وړاندې کیږي.

د چین د حکومت ځواب

دویچه ویله څو خلې مشخصې پوښتنې د چین د بهرنیو چارو وزات او په برلین کې د چین سفارت ته استولي خو دغه پوښتې بې ځوابه پاتې دي. په برلین کې د چین سفارت یوازې د یوې بیانیې لینک په ځواب کې لیږلی چې د ۲۰۱۹ م کال په وروستیو کې د دغه سفارت پر ویبپاڼه باندې خپور شوی دی. 

په یاده بیانیه کې راغلي چې د چین په شینجیانګ کې هیڅ راز اجباري او یا د بیا روزنې مرکز موجود نه دی بلکې یوازې یو شمیر موسسې دي چې حرفه اي زده کړې وړاندې کوي. په بیانیه کې ادعا شوې چې دغه موسسات له هغو کسانو سره مرسته کوي چې «د ترهګریزو او افراطي» نظریو له لوري برمته شوي او داسې چې تر اوسه یې جدي او واقعي زیانونه نه دي اړولي. په بیانیه کې همدا راز راغلي چې د دغو موسساتو هدف «سم لوري ته د خلکو بیا راوستل، له ترهګرۍ او سخت دریځۍ د هغوی ساتنه او د دوی د ژوند د کیفیت د لوړولو له پاره دوی ته د کار د زمینو برابرول دي، ترڅو ایغوریان وکولی شي خپل ژوند په آرامۍ سره تیر کړي.