1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوحې ناسته، د طالبانو رسمیت پېژندل دې اجنډا کې نه شاملیږي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۸, جمعه

د افغانستان د بشري حقونو پخواني کمېسیون ویلي، اوسنیو شرایطو کې افغانانو لپاره د طالبانو رسمیت پيژندل د منلو نه دي.

https://p.dw.com/p/4QfYj
افغانستان، هرات | د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون سیمه ییز دفتر
افغانستان، هرات | د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون سیمه ییز دفترانځور: S. Tanha

د افغانستان د بشري حقونو پخواني کمېسیون په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې نړۍ باید د ستراتيژیکو او سیاسي دلایلو له مخې د افغانانو پر بشري حقونو معامله ونه کړي.

دغه کمېسیون چې طالبانو یې تشکېلات لغوه اعلان کړي، د افغانستان په اړه په دوحه کې د ملګرو ملتونو له ناستې هرکلی کړی، خو زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په «رسمیت پيژندنه» باید د بحث موضوع نه وي.

اعلامیه کې راغلي: «دا بحث باید په هیڅ صورت د دوحې او هیڅ یوې ناستې په اجنډا کې شامل نه شي.»

ټاکل شوې چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د یو شمیر هیوادونو د استازو په کوربه توب د می میاشتې پر لومړۍ او دوهمه نیټه په دوحه کې ناسته وشي.

د بشري حقونو کمېسیون اعلامیه وايي: «د افغانستان د خلکو بنسټيز حقونه، په ځانګړې توګه د افغان میرمنو خورا ناوړه وضعیت او قومي ـ مذهبي ډلې چې څنډې ته شوي باید ددې ناستې په اصلي اجنډا کې ځای ولري.»

اړوند مطالب:ګوسمن: د دوحې په ناسته کې باید د طالبانو د سرکوبه کوونکو سیاستونو پر وړاندي ټینګ دریځ غوره سي

اعلامیه زیاتوي چې په دې ناسته کې باید د بشري حقونو د څارونکو بنسټونو استازي په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اصلي پيغامونه ګډونوالو ته ولېږدوي.

دغه کمېسیون په دې هم ټینګار کړی چې اوسني وضعیت ته په کتو د دوحې د مهمې ناستې په اړه باید خلک د خپلواکو رسنیو له لارې مالوماتو ته لاسرسی ولري او د تړلو دروازو تر شا دې پریکړې نه کیږي.