1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ځانمرگي برید دوه عراقي جنرالان ووژل

۱۳۹۴ شهریور ۵, پنجشنبه

د عراق د پوځي چارواکو په وینا د افراطي ډلې «اسلامي دولت» یوه ځانمرگي برید کوونکي په یوه یرغل کې دوه عراقي جنرالان وژلي دي. دغو جنرالانو د بغداد په لویدیځ انبار ولايت کې د داعش پر ضد جگړې مشرتوب کاوه.

https://p.dw.com/p/1GMm2
انځور: A. Al-Rubaye/AFP/Getty Images

اسوشیتيد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې د عراقي پوځي چارواکو په حواله لیکلي دي چې ځانمرگي برید کوونکي د چاودیدونکو توکو ډک موټر د انبار ولایت د مرکز رمادي پر لور د پرمختگ په حال کې د عراقي ځواکونو د موټرو له کاروان سره جنگولی دی.

ويل شوي دي چې دوه جنرالان او درې عسکر ټپیان شوي دي. د پوځ ویاند په دولتي تلویزون کې ویلي دي چې په دغه پېښه کې نور لس تنه ټپیان شوي دي. رمادي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» په کنترول کې دی.

اسوشيتيد پريس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پر دولتي تلویزون باندي د پوځ د ویاند له خوا لوستل شویې بیانیې له مخې دغه دوه جنرالان په انبار ولایت کې د پوځي عملیاتو مرستیال مشر ډگر جنرال عبدالرحمان ابو رغیف او د لسمې پوځي فرقې مشر برید جنرال سیفن عبدالمجید وو.

د عراق حکومتي ځواکونه او د هغوی متحدي سني او شیعه ملېشې له میاشتو راهیسې په انبار ولایت کې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر ضد جنگیږي، خو د رپوټونو له مخې په دغه جگړه کې کوم خاص پرمختگ شوی نه دی او افراطيان لا د دغه ولایت پر ډیره برخه کنترول لري.

پر دولتي تلویزون د خبرو پر مهال د پوځ ویاند ډگر جنرال یحی الزبیدي ویلي دي چې دوی به خپل عملیات و نه دروي او دوام به ورکړي.

افراطي ډله «اسلامي دولت» د عراق یو پر دریمه برخه تر خپل کنترول لاندې لري. له یوه کال راهیسې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب پوځي ائتلاف په عراق او سوریه کې د يادي افراطي ډلې پر مورچلو هوایي بمباري کوي.