1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش پرضد نړیوال ائتلاف په روم کي جلسه دایروي

۱۴۰۰ تیر ۷, دوشنبه

پوره دوه کاله دمخه په سوریه کي د اسلامي دولت ډلي (داعش) وروستی موضع هم سقوط وکړ. خو د دغي ډلي جنګیالي اوس هم نه یوازي په سوریه، بلکي د افغانستان په ګډون د نړۍ په نورو نقطو کي فعالیت کوي.

https://p.dw.com/p/3vh3z
Syrien März 2019 | IS-Kämpfer in Baghouz
انځور: picture-alliance/AP Photo/Aamaq News Agency

د جرمني خارجه وزیر هایکو ماس، د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د جون ۲۸مه) په روم کي د داعش پرضد د نړیوال ائتلاف په غونډه کي ګډون کوي. په پام کې ده چي په دغه جلسه کي د داعش پر ضد د مبارزې پر لارو چارو باندي، خصوصأ د هغوی د فعالیتونو د اصلي مرکزونو لکه سوریه او عراق، مګر افریقا او افغانستان کي هم د هغې د مخ پر ډیریونکي فعالیتونو پرضد خبري وسي.

ماس وویل: « داعش په عراق او سوریه کي پر شا تمبول سوي، خو کاملأ نابود سوې نه ده او حتی په نورو منطقو کي یې نفوذ احساسیږي.» ماس همدارنګه زیاته کړه چي « موږ په روم کي په ښکاره ډول سره پر دې باندي خبري کوو، چي موږ ترهګرو ته د پښې ایښولو امکان نه ورکوو او په افریقا کي به هم هیڅ چانس ونه لري.»

داعش د ۲۰۱۴ م کال په دوبي کي په عراق او سوریه کي پراخي سیمې ونیولې او یو څه وخت وروسته یې خپل خلافت هم اعلان کړ. په هماغه وخت کي د امریکا متحده ایالاتو په رهبرۍ نړیوال ائتلاف جوړ سو، چي اوس پکښې د دنیا ۸۳ هیوادونه غړیتوب لري.

دغه ایتلاف د خپلوهوايي حملو په واسطه د محلي قواوو څخه ملاتړ وکړ او هغوی بیا وکولای سول، چي د دغو حملو په کومک د داعش پرضد پرمختګ وکړي او نیول سوي مناطق یې اشغال کړي. په دې ډول سره د داعش جنګیاليو د ۲۰۱۹ م کال په مارچ میاشت کي په سوریه کي خپله وروستۍ موضع د لاسه ورکړه. خو بیا هم دغه ډله په دواړو بحراني هیوادونو کي خپل فعالیت ته دوام ورکوي.