1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

ایا داعش اوس هم په افغانستان کې یو ګواښ دی؟

۱۳۹۸ آبان ۱۰, جمعه

د داعش ډلې د افغانستان څانګې د ۲۰۱۴ کال په وروستیو میاشتو کې د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالیو کې ظهور وکړ. که څه هم دغه ډل ځپل شوې خو ځايي چارواکي هغه لا هم یو ګواښ او د مشر وژل کیدل یې پر افغانستان بې اغیز بولي.

https://p.dw.com/p/3SKiI
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د ۲۰۱۵ کال له پیل څخه بیا تر ۲۰۱۷م کال پورې داعش د ننګرهار د شینوارو پر شپږو ولسوالیو سربېره په یو شمېرو نورو سیمو کې د حکومت خلاف خوځښتونه پيل کړل. سختې جګړې وشوې او په سیمه کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد د بهرنیو او افغان ځواکونو ګډ هوايي او ځمکني عملیات وشول.

په دغو ټولو جګړو او پوځي عملیاتو کې دواړو لورو، افغان ځواکونو او داعش ډلې ته خورا درانه تلفات واوښتل.

خو داعش په افغانستان کې یوازې مخامخ جګړه ونه کړه، بلکه د چاودنو، چریکي بریدونو او هدفي وژنو له لارې یې په ځايي اوسیدونکو کې ویره خپره کړه. د دې ډلې په بریدونو کې ډیر شمیر ملکي افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د جنګیالو جذبول

داعش د افغانستان په ختیځ کې د خپل فعالیت تر پیلولو وروسته په پراخه کچه د ځان په ګټه د یوې راډیو او له نورو لارو تبلیغات وکړل. حکومتي چارواکي وایي چې له همدې کبله دغه ډله په دې وتوانیده چې له کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو څخه خپلو لیکو ته تنکي ځوانان جذب کړي.

د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط له دویچه ویله سره خبرو کې وویل، د داعش ډلې په ګټه تبلیغاتو او جلب و جذب کې ډېر رول د یو شمېر دیني مدرسو او په خبره یې افراطي ملایانو هم وو.

داعش د ماشومانو د روزنې پر مهال
داعش د ماشومانو د روزنې پر مهالانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په همدې موده کې په رسنیو کې داسې انځورونه هم خپاره شول چې داعش په کې ماشومانو ته د وسلو کارول زده کول او هغوی یې جګړې ته چمتو کول. خو دا چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې داعش په افغانستان کې په دقیق ډول د څومره کسانو په جذبولو توانیدلې، لا روښانه نه ده.

د داعش پر ضد پراخ عملیات

د ۲۰۱۷ کال له دویمې نیمايي راهیسې په ننګرهار کې د داعش ډلې د زوال ورځې پیل شوې او تر اوسه پورې یې پر ضد وخت نا وخت عملیات کیږي.

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي چې د شینوارو شپږو ولسوالیو تر څنګ یې د ننګرهار له خوږیاڼو او یو شمېر نورو سیمو څخه یاده ډله ویستلې او نږدې ۹۵ سلنه سیمې یې تصفیه کړي دي.

له ننګرهار وروسته یادې ډلې کونړ ته مخه کړه او هلته یې په مختلفو وختونو کې له حکومت سره جګړې وکړې. که څه هم په لومړیو کې داعش په کونړ کې د سیمو په نیولو وتوانیده خو داسې ښکاري چې اوس په دې ولایت کې هم داعش تر فشار لاندې دی. پر حکومت سربېره، طالبان هم د داعش خلاف په ډېرو پسیمو کې وجنګېدل او دغې ډلې ته د یوه لوی سرخوږي په شکل لا هم جنګېږي.

افغان ځواکونو د داعش پر ضد سخته جګړه وکړه
افغان ځواکونو د داعش پر ضد سخته جګړه وکړهانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د ننګرهار په ملي امنیت ریاست کې یوه سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط وايي، اوس مهال د ننګرهار په هسکه مېنه، اچین او خوږیاڼو ولسوالیو غرنیو او ځینو سیمو کې داعش ډله فعالیت کوي.

سرچینه زیاتوي چې د دغې ډلې ګڼ شمېر داخلي او بهرني غړي څه ونیول شول او څه یې حکومت ته تسلیم شول چې دې چارې هم د یادې ډلې لیکې کمزورې او له ګډوډۍ سره یې مخامخ کړې. په ننګرهار کې د ملي امنیت د چارواکو په خبره اوس د ننګرهار ولایت له پاره د داعش ډلي مشري د عمر خراساني په نوم یو کس پر غاړه ده. تر اوسه پورې په افغانستان کې د داعش ډلې څلور مشران وژل شوي دي.

د البغدادي وژل کیدل پر افغانستان څه اغیز لري؟

د تیرې جمعې په ورځ د امریکايي ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې د سوریې په شمال کې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي او له هغه وروسته د دې ډلې ویاند ووژل شول.

د  ننګرهار د ولایتي شورا غړي صحراب قادري، دویچه ویله ته وویل چې د بغدادي وژل کېدل افغانستان او په ځانګړې توګه ختیځو ولایتونو کې د داعش ډلې پر فعالیتونو اغېز نه شي لرلی او نه یې هم دا اوس څه تاثیر محسوس شوی دی.

هغه د حکومت د دې ادعا پر خلاف، چې داعش یې له پښو غورځولی، وايي چې لا هم دغه ډله د یوې قوي مخالفې ډلې په توګه د ننګرهار په خوږیاڼو، شیرزاد، هسکه مېنه، نازیان، اچین، پچیراګام او د تورې بورې په څېر مهمو ځایونو کې فعالیت کوي.

د قادري په خبره داعش د قاچاق، باج اخیستو او نورو لارو په مرسته ځان ته د عاید منابع لري او په پراخه کچه وسلې او مهمات پرې اخلي. پر دې سربیره د ولایتي شورا دغه غړی ادعا کوي چې یو شمیر بهرني اتباع اوس هم د داعش په لیکو کې جنګیږي.

د پوځي او امنیتي چارو شنونکی جنرال حی ګل سلېمانخېل، د داعش ډلې د مشر ابوبکر بغدادي، وژنه د ټولې نړۍ له پاره یو ښه خبر ګڼي خو وايي پر یادې ډلې به یې تاثیرات یوه، دوه میاشتې وي او د بل مشر له ټاکلو وروسته دغه ډله لا قوي کېدای شي، ځکه د انتقام له فکر سره به مخې ته راځي.

دی وايي که څه هم په افغانستان کې پر داعش ډلې سخت عملیات شوي او غړي یې وژل شوي خو یاده ډله ورو، ورو له ختیځو ولایتونو د شمال پر خوا حرکت کوي او ځان یې منځنۍ اسیا ته برابر کړی دی.

داعش د نړۍ په نورو برخو کې هم ماشومان ګومارلي دي
داعش د نړۍ په نورو برخو کې هم ماشومان ګومارلي ديانځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه وله ته وویل چې اوس مهال داعش ډله د ننګرهار په هسکه مېنه، نازیان ، خوږیاڼو او د سپين غر په لمنو کې په ډېر کم انفرادي ډول فعاله ده چې د هغوی د پاتې شونو د ختمولو او له منځه وړلو له پار حکومتي عملیات روان دي.

دی وايي چې په ننګرهار کې د دغې ډلې د غړو شمېر د شپږو سوو په شاوخوا کې دی؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو او پر دوی د فعالیت ساحې تنګېدو سره یې شمېر هم کمېږي.

د کونړ په ملي امنیت ریاست کې هم یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط دویچه وله ته وویل، داعش ډله په دغه ولایت کې له سخت حالت سره مخ ده، یوازې په د وټپور، ماڼوګي او څوکۍ ولسوالیو په غرنیو سیمو کې یې فعالیت شته؛ خو په نورو سیمو کې هم د طالبانو او هم د حکومتي او بهرنیو ځواکونو له لوري ځپل شوې او لا پرې بریدونه دوام لري.

اوس هم اندیښنې شته

په ختیځو ولایتونو کې د سیاسي چارو کارپوه او قومي مشر انورسلطاني، دویچه ویله ته وویل چې که څه هم اوس په ننګرهار ولایت کې د داعش ډله په کمزوري دفاعي حالت کې ده، خو په کونړ کې یې ریښې پخې او تعرضي دي.

دی وايي د ابوبکر بغدادي وژل کیدل په خراسان څانګه او نورې نړۍ کې د داعش ډلې پر فعالیتونو هېڅ ډول اغیز نه شي لرلی؛ ځکه د هغه په وینا بغدادي یو سمبولیک مشر وو خو نورې چارې د دغې ډلې پټو سرچینو او اوپراتیفي کسانو کولې.

د کونړ یو قومي مشر محمد افضل، وايي چې داعش په کونړ کې اوس په بېلابېلو بڼو تبلیغات پیل کړي څو ځان ته کسان جذب کړي.

امید دیدار/ ننګرهار