1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د داعش له اسارته د تښتیدلو نجونو مرکز

دويچه ويله/ فارسي۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د جرمني په سویل لویدیځ کې د بادن وورتمبرګ ایالت په مرکز کې داسي يو ځای جوړ سوی دی چي پکښې د داعش له خوا زورېدلي ښځي تداوي کيږي.

https://p.dw.com/p/1JghK
انځور: Imago/ZUMA Press

د آلمان د وورتمبرګ ایالت په مرکز کې د داعشي جنګیالیو له اسارت څخه د تښتیدلو مهاجرو او ماشومانو په مرکز کې ۱۱۰۰ ښځو او ماشومانو ته پناه ورکړل سوې ده.

دغو ښځو او ماشومانو ته د داعش تروریستي ډلې د ظلمونو له بابته سخت روحي او جسمي زیانونه رسیدلي دي. د نجونو له ډلې څخه یوه یې د عراق اوسیدونکې ۲۱ کلنه نادیا مراد ده.

نادیا چې له رواني حالت څخه ډیره زیانمنه ده، نشي کولای د خپلې راتلونکې په باب فکر وکړي. هغه یوازې اوس او یو ساعت وروسته ته فکر کوي. د نادیا له پاره ورځ، میاشت او کال هیڅ مانا نلري. هغه نشي کولای د نورو نجونو په شان خپلې راتلونکې ته یوه برنامه جوړه کړي. د هغې په څېره کې د ویرې او کرکې اثرات له ورايه ښکاري او نه یې پرېږدي چې آرامښت ترلاسه کړي.

د دغي عراقۍ نجلۍ د ژوند یوازینۍ برنامه له داعش سره مبارزه ده. هغه وايي: «زه غواړم د هغه څه په باب چې په عراق کې رامنځ ته شوي او هغو جنایتونو په باب چې داعش ترسره کړي دي شهادت ورکړم».

نادیا د بشري حقونو له ټولو فعالانو څخه غوښتيٍ دي چې د هغو ۳۰۰۰ نورو ښځو د ژغورنۍ له پاره، چې لا هم د داعش په اسارت کې دي، هڅې وکړي. نادیا په ۲۰۱۵م کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې وینا وکړه او د ۲۰۱۶ کال د نوبل د سولې جایزې ته له نوماندانو څخه یوه ده.

د ناديې برخلیک د هغو ۷۰۰۰ ښځو او نجونو له برخلیک سره تړاو لري چې دمګړۍ د عراق په شمال کې د داعش په اسارت کې ژوند تیروي. هغه چې له دغې تروریستې ډلې څخه په تېښته بریالۍ شوې؛ اوس په زغرده وایي چې داعش په موصل ښار کې پر قربانیانیو څرنګه جنسي تیري او څرنګه یې د غلام په توګه خرڅولې: «زه یې په دغه ښار کې خرڅه کړم، هغه نجوني چې روښانه جلد، شنې سترګې او یا طلايي وېښتان لرل؛ زیاد خریداران لرل».

له خبریالانو سره د خبرو پر وخت د نادیا په صورت کې هیڅ ډول تازه ګي او احساس نه لیدل کیدی. خو د هغې رواني ډاکتر وايي چې دلته حالت بل ډول دی. کله چې هغه یوازي وي ډېره ژاړي.

نادیا مراد، د عراق له ایزدیانو څخه ده، هغه لومړی يوه داعشي ونيوله او بیا یې وپلورله. نادیا هماغه د پلورلو پر وخت د تیښتې چانس پيدا کوي. خپله وايي: «ډېره سرګردانه وم، وروسته بیا د یو مسلمان کور ته چې پخوا به ورڅخه ډیره ویریدم ورغلم». خو نادیا ته وروسته مالومه شوه چې دغه مسلمانه کورنۍ له داعش څخه دومره نفرت لري لکه دا چې يې لرلي.

نادیا بلاخره په دې بریالي کیږي چې د جعلي اسنادو څخه په استفادي، تر یوې بورقي لاندې، پرته له دې چې وپيژندل شي، ځان د کردستان مرکز، دهوک ښار ته ورسوي.

په دهوک کې هغه د آلمان په بادن وورتمبرګ ایالت کې له جوړ کمپ څخه خبریږي او له خپلي خور سره آلمان ته د راتلو غوښتنه کوي. هغه وايي: «هیڅ څوک نلرو».

د نادیا مراد، په خبره چې مور او پلار او شپږ وروڼه یې په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت چې داعش پر سنجار حمله وکړه ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب