1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

منظور پښتين: د جرګې په ځای کې پوليسو درې کسان په ډزو وژلي دي

۱۴۰۳ مهر ۱۸, چهارشنبه

د سيمه ایزو چارواکو په حواله د پولیسو او د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلويانو ترمنځ نښتو په ترڅ کې درې کسان وژل شوي دي. د پاکستان حکومت څو ورځې تر مخه پر دغه غورځنګ بندیز ولګاوه.

https://p.dw.com/p/4lZLq
د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشر منظور پښتين
په خیبر ولسوالۍ کې ټيلي فوني شبکې تړل شوې دي او د غورځنګ فعالان ادعا کوي چې د جرګې سیمې ته ورغلې لارې هم پولیسو تړلې دي. انځور: Mohammad Usman/DW

د پاکستان پوليسو نن، چهار شنبه په جمرود ښارګوټي کې د يوې جرګې له پاره د راټولو شويو په سونو کسانو د خپرولو په موخه اوښلن ګاز کارولی او پر هغو یې د لښتو ګوزارونه کړي. 
د سيمې د يوه مرکزي روغتون يوه ډاکتر روح الامين، وويل چې روغتون ته د دې اخ و ډب په نتيجه کې د وژل شويو درې کسانو جسدونه ور وړل شوي دي. نوموړي وويل چې همدا شان يو شمير ټپيان هم په روغتون کې درملنې لاندې دي.    
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين، هم د ايکس شبکې [پخواني ټويټر] له لارې ویلي دي چې د خيبر پښتونخوا پوليسو په خيبر کې پر هغه ميدان چې د اکتوبر پر يولسم نیټه پکې د پښتنو يوې لویې جرګې ته چمتوالی نیول کيده، بريد کړی او په مخامخ ډزو کې يې د دغه غورځنګ درې پلویان وژلي دي. نوموړي زياته کړې چې ډېر کسان ټپيان شوي هم دي. 
پښتين، همدا شان د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم د پوليسو په ډزو کې د هغو خلکو د ټپي کیدو خبره وکړه چې په دې جرګه کې د ګډون له پاره ور روان ول. 
نوموړي ليکلي: «پر خيبر سربیره نورو ولسواليو کې هم پوليسو په جرګه کې د ګډون له پاره پر روانو کسان ډزې کړی دي. د جنوبي وزيرستان په لوور کې د فېرونو په نتیجه کې يو کس شهيد شوی او څو ټپيان دي.»

 نوموړي همدا شان زياته کړې ده چې د جنوبي وزیرستان پر کاروان هم د ډزو خبرونه ورکړل شوي دي.

 
د فرانسې خبري آژانس په حواله پوليسو چهار شنبې په ورځ په خيبر کې د جرګې له پاره پر راټولو شويو په سونو کسانو اوښلن ګاز کارولی دی.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز او جرګې ته چمتووالی

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه فعال شاه فیصل له خیبر ولسوالۍ څخه په پاکستان کې د دويچه ويله خبريال ته د وټس اپ له لارې وويل، چې د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د پاکستان امنيتي ځواکونو د پښتونخوا په خيبر ولسوالۍ کې هغه ځای کلابند کړ چې پکښې د اکتوبر مياشتي پر ۱۱ نېټه جرګه رابلل شوې ده.

هغه زياته کړه چې نن سهار لومړی قبایلي مشران پولیسو ته ورغلل او ورته یې وویل چې موږ سوله ايزه جرګه کوو، دا ځای بېرته راخالي کړئ. تر دوه ساعته پورې ورته منتظر وو، خو پولیسو هیڅ ځواب ور نه کړ. وروسته خلک پرې ورغلل او پولیس يې د جرګې له ځایه وشړل.

فیصل ادعا کوي چې د پولیسو له لوري پر دوی ډزي شوي دي چې په پايله کي يې اته کسان ټپيان شوي دي او د دوو کسانو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی. ځايي پوليسو او چارواکو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي دي.

په خیبر ولسوالۍ کې ټيلي فوني شبکې تړل شوې دي او د غورځنګ فعالان ادعا کوي چې د جرګې سیمې ته ورغلې لارې هم پولیسو تړلې دي. 
 
د پاکستان حکومت د تيري يکشنبې په ورځ سولي او امنيت ته د ورپيښو خطرونو د حوالې په ورکولو سره په دغه هيواد کې د پښتون ژغورني غورځنګ پر فعاليتونو باندي بنديز ولګاوه او اوس بيا ځايي چارواکو پر هر ډول غونډو بندیز اعلان کړی او ورسره ایالتي حکومت هم حکومتي کارکوونکي په یاده جرګه کې له ګډونه منع کړي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بنسټګر منظور پښتین پر خپله فیس بوک پاڼه لیکلي دي: «د پښتنو د ملي جرګې پر خیبر ګراونډ باندي د پاکستاني زورواک چارواکو قبضه ده، ‌د غټي مشینرۍ په وسیله یې د پښتنو ملي جرګې په ګراونډ کې خندقونه کیندي.» هغه وايي، اوس خو جرګه لاهم اړینه شوه.

په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري چې د خیبر جرګې له ډګر سره څېرمه د کوکي خیلو یو ځايي مشر ملک نصیر کوکي خېل، هم هلته له ګڼو نورو کسانو سره ناست لیدل کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينې مشران بیا وايي چې د دوی یوه مهمه غونډه ښايي تر نن شپې پورې وشي، چې پکښې به د جرګې له پاره راتلونکې تګلاره ټاکي. خو دغه مشران یې زیاتوي چې دوی به جرګه په هر صورت کوي.

زموږ له آرشيف څخه:

منظور پشتین: په افغانستان کې له موږ څخه ملاتړ نه کیږي