افغانستان د خپلې خپلواکۍ ۹۹یمه کالیزه داسې مهال ونمانځله چې لا هم د هېواد ګڼې سیمې نا ارامې او له جګړو رنځ وړي. خلک غواړي دا ورځ له حکومت سره یو ځای په ښارونو او عامه ځایونو کې ونمانځي، خو د بم او ځانمرګو بریدونو وېرې دې ته اړ ایستلي دي چې حکومت یې په دفاع وزارت او خلک یې په فردي توګه په ښارونو کې ونمانځي.