1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خوست کروندگر له طبیعي افتونو څخه سر ټکوي

۱۳۹۹ خرداد ۹, جمعه

په خوست کې بزګران وایي، چې سږ کال یې تېرو کلونو ته د غنمو په کرنیزو محصولاتو کې کمښت راغلی دی، چې لامل یې طبیعي افتونه او څو ځلې د دغه ولایت ځینو سیمو ته د ملخانو د سیلونو راتګ په ګوته کوي.

https://p.dw.com/p/3cxf2
Afghanistan Khost | Landwirtschaft
انځور: DW/F. Zahir

د خوست ولایت د ځينو ولسوالیو اوسیدونکي او بزګران وایي، چې سږ یې د پروسږ او وړم کال په پرتله په کرنیزو محصولاتو په ځانګړي توګه غنمو محصولاتو کې په لوړه کچه ټیټولی راغلی او کم یې راټول کړې دي، چې د کال خواري یې هسې تللي ده.

په خوست کې د غنمو د محصولاتو د کمښت لاملونه، د دې ولایت ځینو سیمو ته د ملخانو د سیلونو راتګ او په ځینو ولسوالیو کې پرلپسې څو ځلي د سختي ږلۍ او دوامداره باران ورښت په ګوته کیږي.

د خوست عليشېرو او تیريزو ولسوالۍ د قدامو او لنډرو سیمې اوسیدونکی بزګر ګل حسن دویچه ویلې ته وویل، چې تېرو کلونو ته یې سږ د غنمو محصولات له نیمايي هم راکم شوې دي، چې د دوی د کال خواري یې هسې تللي.

Afghanistan Khost | Landwirtschaft
انځور: DW/F. Zahir

نوموړی وایي: «دوه ځلې مخکې او یو ځل په تيرو ورځو کې د ملخانو سخت سیلونه راغلل، غنم یې لاندې کړل، په وروستيو کې ورځو کې بارانونه هم ډېر شول. زما بیخي کم غنم شوې دي. تېر کال ما له خپلې پنځه جریبه ځمکې څخه ۴۲۰ منه غنم را ټول کړې دي، خو سږ کال له همدې ۵ جریبه ځمکه څخه ۱۵۰ منه غنمو محصولات په لاس راغلي، چې دا هیڅ دي».

د ملخانو سیلونو راتګ، پر علیشېرو ولسوالۍ سربېره، په ځاځي میدان، ګربزو ولسوالیو او د مرکز لکڼو په ځینو سیمو کې د خلکو کروندو ته سخت زیات زیانونه واړول.

د ملخانو ترڅنګ سږکال د خوست پر ځینو سیمو د ږلۍ سخت او پرلپسې څو ځلې ورښت هم ځمکو په ځانګړې توګه غنمو ته زیان واړاوه.

د خوست مرکز متون کې د ږلۍ ورښت د ډېرو کروندګرو د کال خواري په اوبو لاهو کړي او د خپلو کروندو څخه یې کم محصولات ترلاسه کړي.

اکبرجان د خوست مرکز متون اوسیدونکي او کروندګر دویچه ویلې ته وویل، چې سږ یې ږلۍ غنمو ته ډېر زیان ورسولو، د غنمو محصولاتو پر ځای یې یوازې د بوزو محصولات لاسته روغلي.

Afghanistan Khost | Landwirtschaft
انځور: DW/F. Zahir

هغه وایي: «سږکال له پیله اباد، اوبه ډېري وې او موږ بزګران خوشاله وو، چې سږ به مو غنم ښه محصولات راکړي، خو کله چې د غنمو وږي پر وتلو شوې، دوه ځله سخته ږلۍ وشوې، بس يې غنم چپه کړل، اوس مو د تېرکال په نیمایي د غنمو محصولات هم لاسته نه دي راغلي».

د خوست د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري هم مني، چې سږکال په خوست کې طبیعي افتونو او د ملخانو د سیلونو راتګ د بزګرانو کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی.

نوموړي دویچه ویله ته وویل، چي دوی د ملخانو د سیلونو د راتګ پر وخت تدابیر لرل او پر وخت له ملخانو د کروندو ساتلو له پاره لاس په کار شوي ول: «موږ هر کله چې د ملخانو د سیلونو له راتگه خبر شوي یوو، سیمو ته مو ځانونه رسولي دي. وروستي ځل چې له اختر وړاندې علیشېرو او تیریزو ولسوالۍ ته د ملخانو سیل راغی، زه خپله او ټیم مې سیمې ته لاړو، دوا پاشي مو وکړه، ملخان لاړل او تر ډېره مو ترې کرنیزې ځمکې وساتلې».

د خوست کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ الله شاه نوري زیاتوي، چې سږکال په خوست کې د طبیعي افتونو، د ږلۍ او پرلپسې ورښت هم د خوست کرنیزو ځمکو ته زیان رسولی دی او تر یوه ځایه کرنیز محصولات کم راټول شوې دي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ ریاست مسئولین زیاتوي، دوی له خپل اړوند وزارت سره دا موضوع شریکه کړې ده، چې سږکال په خوست کې د کرنیزو محصولات او په ځانګړي توګه د غنمو محصولات کم راټول شوې، تر څو په راتلوونکي کي وکولای شي، چې له بزګرانو سره مرسته او لاسنیوی وکړي.

خبریال: فریدالله ظاهر- خوست