د خوست ددوو قومونو ترمنځ جوړه سوې ده
۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعهچي دقومونو ترمنځ دمځکو پر سر دشخړو له امله د يوه او بل پر ضد ګوته په ماشه په مورچلو کي ناست وه.
دخوست دوالي وياند مبارز ځدران وويل ، چي هغه لويه قومي شخړه چي د حيدرخيلو او ورزي قوموو ترمنځ دتيرو 40 کالونو راهيسي د يوې دولتي مځکي پر سر موجوده وه ،د ولايتي ادارې ، قومي مشرانو او ديني علماوو په هلو ځلويې ورته د پاى ټکى ايښى دی، او د دواړو قومونو ترمنځ يي سوله کړېده .
حيدرخيل او ورزه هغه دوه قومونه دي چي ترمنځ يې څه موده دمخه د همدې لانجمني سيمي پرسر وسله واله شخړه کي دواړو خواوو ته ترلسو اضافه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي وه .
دخوست دوالي وياند مبارز ځدراڼ زياتوي ،چي دا لومړۍ قومي شخړه نه ده چي د دوی لخوا ورته د پاى ټکى کښيښوول سو، بلکي ددې ترڅنګ د ګربزو ولسوالۍ د نصرالدين او بوري خيلو قومونو ترمنځ هم دمځکي پر سرد هغي لويي قومي لانجي له منځه وړلو کي کوټلي ګامونه پورته کړيدي ، چي د تيرو ٨٠ کالونو راهيسي يې د دواړو قومونو کسان مشکلات او غمونه ګالي .
ښاغلى ځدراڼ ددې ترڅنګ وايي ، چي څو ورځي دمخه دخوست د نظامي ارګانونوپه امنيتي غونډه کي پريکړه وسوه ، په هغو سيمو کي چي د مځکو پر سر دقومي شخړو په اساس اربکيان راوتلي وي ، بايد منحل سي.
دى زياتوي چي په همدې لړ کي افغان ځواکونو څو ورځي مخکي دخوست د شمل او ګربزو قومونو څه باندي50 تنه اربکي بې وسلې کړي او له همدې اربکيو څخه يې 53 کسان بنديان کړي، ترڅو د تحقيقاتو په جريان کي معلومه کړي چي دغه کسانو ته چا وسلې اخيستي وې، او ولي يې دقومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهله.
په خوست کي د غرونو ،ځنګلونواومځکو دملکيتونو پر سرشخړي سلګونه کاله اوږد تاريخ لري، چي له کبله يې ډير کله ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده .
فريدالله ظاهر
کتونکی : محمد قاسم نوري