1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د خوست د والي پر کاروان موټر بم برید تلفات اړولي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲, سه‌شنبه

د خوست د والي د موټرو پر کاروان نن سه شنبه يو موټر بم بريد ترسره شوی دی. والي له برید څخه روغ وتلی خو څو ساتونکي يې او یو شمېر ملکي کسان ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3bCqJ
Afghanistan Anschlag Autobombe Selbstmordattentat in Khost
انځور له ارشیف څخهانځور: Getty Images/AFP/F. Zahir

برید د خوست ښار لویدیځ ته دولتي ودانيو ته څیرمه د عمومي سړک پر غاړه هغه وخت شوی، چې د خوست والي محمد حلیم فدایي خپل دفتر ته په لاره وو. د  خوست د والي ویاند طالب منګل وایي، چې برید د والي په لومړي زغروال موټر شوی، چې موټر یې ډير ویجاړ کړی خو والي په دویم زغروال موټر کې سپور وو او له برید روغ وتلی دی. نوموړی وایي، په دې برید کې د والي دوه ساتوونکي او درې ملکي وګړي ټپیان شوې دي.

 د پیښې یو عیني شاهد همایون دوست دویچه ویله ته وویل، چې د برید سیمې ته نږدې په خپل موټر کې وو. هغه زياته کړه: «غټه چاودنه وه، زه او ملګري مې نږدې وو، ګڼ کسان د سړکونو پر غاړي په ټپي حالت کې پراته وو، ما او ملګرو مو ټپیانو  راټولو او روغتون ته مو ولیږدول.»

 د خوست عامې روغتیا رئیس ډاکټر حبیب شاه انصاري دویچه ویلې ته وویل، چې د چاودنې له سیمې روغتتون ته ۱۴  ټپیان راوړل شوې دي، چې څو یې د والي ساتوونکي او نور یې ملکي وګړي دي. هغه وويل چې په ټپیانو کې درې میرمنې هم شاملې دي.

 د دې چاودنې سره همهاله د خوست ښار په سبزي منډایي سیمه کې د ملي اردو پر موټر د سړک غاړي بمي چاودنه شوې ده.

 د خوست عامې روغتیا رئیس وایي، له دې چاودنې د ملي اردو دوه سرتیري په ټپي حالت کې راوړل شوې دي، چې روغتیاي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

 بلې خوا ته د خوست دوه منده ولسوالۍ کې په ولسي جرګه کې د خوست استازي موسی خاورین په موټرو وسله وال برید شوی، چې یو ساتوونکی یې ټپی شوی دی.

تر اوسه د دغو چاودنو مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

فرید الله ظاهر/ خوست