1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د خنځیر له ویروس څخه د یوې بلې وبا د خپریدو خطر

۱۳۹۹ تیر ۱۴, شنبه

سائنس پوهانو په خنځیر (خوګ) کې یو نوی ډول ویروس کشف کړی دی. د G4 په نوم دغه نوی ویروس په نړۍ کې د یوه نوي وبا د خپرولو صلاحیت لري.

https://p.dw.com/p/3emi1
USA Handelsstreit mit China | Schweinefleisch-Verarbeitung in Missouri
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/P. Keres

د تیرې دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جون ۲۹مه) په امریکایی مجله «پي این ای ایس» کې د یوې نوې څیړنې معلومات خپاره شول چې پر بنسټ یی د خنځیر د فلو یا ریزش یو نوی ډول، نړۍ د یوې بلې وبا د خپریدو له ګواښ سره مخامخ کولی شي.

له جنیټیکي پلوه دغه نوی ویروس په ۲۰۰۹ م کال کې له موندل شوي ویروس «H1N1» سره مشابهت یا ورته والی لري. په هغه وخت کې هم دغه ویروس د وبا باعث ګرځیدلی وو.

د ناروغیو د کنترول او مخنوي په برخه کې د کارکونکې چینایي ادارې څیړونکو ویلي دي چې «په ابتدایي ډول داسې ټول شواهد موجود دي چې دغه ویروس انسانانو ته انتقالیدلی شي.»

د سائنسپوهانو په حواله له ډیر نږدې څخه د دې ویروس څارونه او په اړه یې تحقیقات ډیر ضروري شوي دي، ځکه کیدای شي دغه نوی ویروس یو «وبایي ویروس» شي.

د خپاره شوي رپوټ پر بنسټ سائنسپوهانو له ۲۰۱۱ م څخه تر ۲۰۱۸م کاله پورې د چین د لسو ایالتونو په قصابیانو کې له تر ۳۰ زرو ډیرو خنځیرانو ادرار معاینه کړل چې په هغو کې انفلوئنزا ویروس موجود وو. په دغو قصابخانو کې د کارکونکو په وینه کې د «جي ۴» ویروس کچه لوړه وه.

د کارپوهانو په خبره خنځیر د انفلوئنزا نسل ویروس له پاره یو ډیر مناسب حیوان دی او دغه ویروس د خنځیر په بدن کې ډیره ښه وده کوي.

ویل کیږي چې د جي۴ ویروس په ډیرې چټکۍ سره د خپریدو او په انساني حجراتو کې د سرایت کولو صلاحیت لري. دا په داسې حال کې ده چې پر «نولي یا موش خورما» ترسره شوي تجربو ښودلې ده چې د نورو ویروسونو په پرتله د دې علایم ډیر زیان رسونکي او خطرناک دي.

له تجربو څخه دا هم معلومه شوې ده چې په انسانانو کې د موسمي زکام او نورو ورته ناروغیو پر ضد د بدن دفاعي سیستم د دې ویروس په مقابل کې مقاومت نه کوي.

په قصابخانو کې د کارکونکو د وینې له معاینو څخه معلومه شوې چې نږدې لس سلنه کارکونکي له دې ویروس څخه اغیزمن شوي دي او په بدن کې یي انټي باډي موجوده وه.

د سائنسپوهانو په خبره د دې خبرې شواهد موجود دي چې دا ویروس له خنځیر څخه انسانانو ته انتقالیدلی شي، خو دا لا څرګنده نه ده چې آیا دا ویروس له یوه انسان څخه بل انسان ته هم انتقالیږي او که څنګه؟

د دوی په وینا له همدې امله دا خبره د اندیښنې وړ ده، ځکه چې په دې شکل د ویروس د خپریدو خطر لا زیات ډيریږي. په دې څیړنه کې غوښتنه شوې ده چې د خنځیر د خوښې کاروبار کونکي باید په عاجل ډول تر څار لاندې ونیول شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا