1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خلیج د همکاریو شورا د اماراتو پر ضد د ایران دریځ غندلی

۱۳۹۹ مرداد ۲۷, دوشنبه

د فارس خلیج د همکاریو شورا له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو د سولې توافق په هکله د ایران دریځ غندلی دی. د دې شورا مونشي د حسن روحاني او نورو لوړپوړو ایراني چارواکو ګواښونکي غبرګونونه د دیپلوماتیکو اصولو خلاف بللی دی.

https://p.dw.com/p/3h5Pr
Treffen des Golf-Kooperationsrates (GCC)
انځور: picture-alliance/dpa/Saudi Press Agency

د متحده عربي اماراتو پر ضد د ایران د ګواښونکو څرګندونو پر ضد د سیمې او عربي هیوادونو د غبرګونونو لړۍ دوام لري. په همدې ترڅ کې د فارس خلیج هیوادونو د همکارۍ شورا د ایران د ولسمشر حسن روحاني د څرګندونو په اړه تند غبرګون ښودلی دی.

د دې شورا مشر نایف فلاح الحجرف، د حسن روحاني او نورو ایراني چارواکو ګواښونه د ديپلوماتیکو اصولو خلاف بللي او ویلي یي دي چې دا ډول ګواښونه کیدای شي د فارس خلیج د امنیت او ثبات له پاره زیان اړونکي پایلې ولري.

نوموړي د ایران د ولسمشر څرګندونې تحریکونکي بللي او د ښه ګاونډیتوب له سیاست سره یې په ټکر کې ګڼلي. الحجروف له ایراني چارواکو غوښتي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان د منشور اساسي اصولو او نړیوالو حقونو ته دې ژمن پاتې شي او د داسې ګواښونو له تکرار څخه دې ډډه وکړي.

د فارس خلیج شورا مونشي د دې شورا د مشترک دفاع اصل ته په اشارې سره وویل: «د عربي اماراتو د حاکمیت، امنیت او ثبات حق پر وړاندې هر ډول ګواښ، د ټولو غړو هیوادونو پر وړاندې ګواښ ګڼل کیږي. د فارس خلیج د هیوادونو شورا به د دغه هیواد ترڅنګ ودریږي او د دې شورا له پاره د ټولو غړو هیوادونو امنیت او ثبات یو ډول اهمیت لري.»

سربیره پر دې متحده عربي اماراتو په دغه هیواد کې د ایران شارزدافیر ور بللی وو او د ایران د ولسمشر، سپاه پاسداران او نورو لوړپوړو ایراني چارواکو د څرګندونو په اړه یي غبرګون ښکاره کړی دی. اماراتو د حسن روحاني څرګندونې د «نه منلو وړ» بللي.

د دوشنبې په ورځ د ایران د قضایه قوې مشر ابراهیم رئیسي، هم له اسرائیل سره د اماراتو موافقه د اسلام او فلسطينیانو په حق کې خیانت وباله او دغه هیواد ته يي د غبرګون ګواښ کړی دی. رئیسي ویلي دي: «امارات باید د هغه خیانت په بدل کې چې د فلسطينیانو په حق کې یی کړی دی غبرګونونو ته په تمه اوسي.»

حسن روحاني د اسرائیل او متحده عربي اماراتو ترمنځ موافقه د سیمي د هیوادونو د ملي ګټو سره خیانت ګڼلی او هغه یي د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ له پاره یو خدمت بللی.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز