1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«د حکومتي ځواک هوايي برید ۱۴ ملکیان وژلي»

۱۳۹۹ مرداد ۲, پنجشنبه

د عیني شاهدانو په وینا په هرات ولایت کې د حکومتي ځواکونو برید لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژلي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

https://p.dw.com/p/3fj37
Afghanistan | Luftangriff
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

نور رحمتي، چې د پېښې عیني شاهد دی او په دغه برید کې یې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي اسوشتید پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په ادرسکن ولسوالۍ کې په سلونو کسان راټول شوي ول، څو له زندانه د آزادو شوو طالبانو هرکلی وکړي چې هوایي برید وشو.

د یاد خبري آژانس په وینا حکومتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د ترسره شوي برید په هکله به څیړنې وکړي.

د افغانستان د سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ټویټر په یوه پیغام کې تاوتریخوالی غندلی دی او د تحقیقاتو د ترسره کیدو غوښتنه یې کړه ده.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتیدو په هکله چې د روانې شخړې په ترڅ کې د دواړو لورو د بریدونو له کبله رامنځ ته کیږي، اندېښنه ښوولې ده.

خلیلزاد د خپل ټویټر په پیغام کې ویلي دي چې په هرات کې انځورونه او د عیني شاهدانو څرګندونې ښيې چې «د افغان هوایي ځواک په برید کې ډیر قربانیان د ماشومانو په گډون ملکیان دي. موږ برید غندو او د تحقیقاتو ملاتړ کوو.«