1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د حزب الله د یوه قوماندان پر سر لس میلیون ډالره جایزه

۱۳۹۹ فروردین ۲۳, شنبه

امریکا په عراق کې د یوه لبناني قوماندان په هکله معلوماتو ورکونکي ته د لس میلیونه ډالرو انعام ټاکلی. الکوثراني اوس د قاسم سلیماني چې د جنورۍ په میاشت کې د امریکا د بی پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو، وظایف ترسره کوي.

https://p.dw.com/p/3am8n
Libanon Ballbeck HisbollahParade
د ارشیف انځور: د لبنان د جزب الله ملشه و نظامي رسمې ګذشتانځور: Getty Images/AFP

دلته خبره د لبنان د حزب الله ډلې د کوماندو شیخ محمد الکوثراني ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه لبنانی په عراق کې هغه ډلې چې د بغداد حکومت له کنترول څخه بهر دي، هڅوي چې په بغداد کې پر بهرنیو دیپلوماتیکو نمایندګیو بریدونه وکړي او د سازمانیافته جرایمو یوه برخه ده.

د دغه کس په اړه معلومات ورکونکي ته امریکا اوس د لس میلیونه امریکایي ډالرو انعام ټاکلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې چارواکي په دې نظر دي چې الکوثراني په عراق کې ایران ته د وفادارو ملیشه ډلو د سیاسي سازمان ورکونې او همغږۍ مسئولیت په غاړه اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چار وزارت په حواله دغه دنده مخکې تر دې د ایران بانفوذه وژل شوي جنرال قاسم سلیماني پر مخ وړله. سلیماني د جنورۍ په میاشت کې په بغداد کې د امریکا د بی پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی وو. له هغه وخت راهیسې په پرله پسې ډول په عراق کې پر امریکایي اهدافو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کیږي.

د واشنګټن په حواله دغه انعام به هغه چا ته ورکول کیږي چې د الکوثراني د فعالیتونو، شبکې او اربتاطي اشخاصو په هکله معلومات ورکړي. هدف دا دی چې په لبنان کې د رادیکال اسلامي ډلې حزب الله مالي سرچينې وچې کړای شي.

د امریکا رهبرۍ د حزب الله شعیه ډله چې د ایران له خوا ورته وسلې ورکول کیږي د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې شامله کړې ده.

د امریکا حکومت په ۲۰۱۳م کال کې الکوثراني د نړیوال تروریست په توګه درجه بندې کړ. د امریکایي حکومت په حواله الکوثراني په مالي لحاظ په عراق کې د وسله والو جنګي ډلو ملاتړ کوي او سوریې ته د عراقي جنګیاليو په قاچاق کولو کې مرسته کوي، څو هغوې هلته د سوریي له ولسمشر بشارالاسد څخه ملاتړ وکړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا