1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جي ۷ غونډي په پاي کي د اقليم ساتني په اړه مشورې

۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبه

په بياريتڅ کي د جي ۷ غوندي په وروستۍ ورځ هم يو ناڅاپي پرمختگ په مخ کي دی. د چاپيريال ساتني او خارجي سياست په هکله تر مشورو وروسته، د غوندې کوربه ماکرون او د امريکا ولسمشر ترمپ غواړي په گډه سره د رسنيو په مخکي حاضر سي.

https://p.dw.com/p/3OUmw
G7-Gipfel in Frankreich
انځور: Reuters/C. Barria

د فرانسې په بياريتڅ کي له  اوو لويديځو صنعتي هيوادو څخه، دولتي او حکومتي مشران غواړي خپل د خبرو اترو په لومړي پړاو کي د چاپيريال او د ژوو د ډولونو  او همدرانگه د اوقيانوسونو د ساتني په هکله سلامشورې وکړي.

سربيره پر دې به د سوريي په شان بحراني موضوعاتو ته هم اشاره وسي. همدارنگه غوندي ته رابلل سوي له جنوبي افريقا، هند، آستراليا او چيلي له مشرانو سره هم ليدني کتني کيږي.

د ټولو گډون کوونکو له خوا يوه گډ پريکړه ليک ته انتظار نه کيږي. په دې ډول د فرانسې جمهور رئيس غواړي له هغه جنجالي موضوع څخه مخنيوی وکړي چي  تيرکال د کاناډا په جي ۷ غونده کي رامنځته سوه. په هغه وخت کي د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ، وروسته د غوندي تفاهم نامه فسخ کړه.

د هغه پر ځاي اوس د ژورناليستانو په مخکي  د ماکرون او دونالد ترمپ راښکاره کيدل په نظر کي نيول سي. ترمپ به په راتلونکي کال کي په امريکا  متحده ايالاتو کي د جي اوه د غوندې کوربه وي.

د دغې غونډې په څنډه کي به په بياريتڅ کي نورې ليدني کتني هم تر سره سي. د نورو ترڅنگ سبا، د آلمان د صدراعظمي انگيلاميرکل او ولسمشر ترمپ ترمنځ خبري اتري هم پلان سوي.

د شنبه په ورځ له دې غوندې څخه  د ايران د خارجه وزير محمد جواد ظريف ناڅاپي ليدني، ځيني پاروني رامنځته کړې. فرانسوي کوربه غوښتل ددغه ډول بلنليک له لاري د اټومي تړون په هکله په ټپه دريدلو خبرو کي يو خوځښت رامنځته کړي. خو د ظريف تر ستنيدو وروسته دا معلومه نه سوه چي په دې برخه کي کوم پرمختگ رامنځته سو او که څنگه.

ترمپ په دې منځ کي ويلي چي ماکرون د ظريف د ملاقات په هکله له هغه سره خبري کړي وې. هغه زياته کړې چي »زه  خبر وم چي هغه څه کوي، نو ماهم دا هرڅه ته اجازه ورکړه« ترمپ دا هم وويل چي د هغه په نظر له جواد ظزيف سره د مستقيمو خبرو اترو له پاره لا ډير وختي دي. هغه ډاډ ورکړ چي د ايران د حکومت د راپرځيدو له پاره هڅه نه کوي، بلکي هيواد يي يوازي دا غواړي چي ايران د اتومي وسلو پر جوړولو کار و نه کړي.

G7-Gipfel in Frankreich
انځور: Getty Images/AFP/P. Wojazer

د جي اوه هيوادونو حکومتي مشرانو د شنبې په ماښام تر ډيره پوري د ايران په هکله بحثونه وکړل. په داسي حال کي چي د امريکا متحده ايالات د اتومي تړون له موافقې څخه وتلي. د جي ۷ نور شپږ هيوادونه، آلمان، فرانسه، بريتانيا،ايتاليا، جاپان او کانادا بيا غواړي هغه وساتي.

گډون کوونکو د غونډي خبري په غيرمترقبه ډول رغنده وبللې. ميرکل ټينگار وکړ چي له يوې خوا سړي غواړي چي ايران نور د  اټومي وسلو له جوړولو څخه لاس واخلي او له بلي خوا بيا د پوځي حالت د خرابيدو څخه هم انديښنه لري.

داسي ښکار چي ددې کار تر شا  تر ټولو دمخه د ماکرون او اروپايانو هلې ځلي دي چي غواړي په هر ډول چي وي اټومي تړون وژغوري.

ايران هم په وار وار سره دا شکايت کړی دی چي اروپايان په کافي اندازه هڅي نه کوي چي د امريکا متحده ايالاتو له خوا بنديزونو په مقابل کي چي اروپايي شرکتونه يي هم له ايران سره د اقتصادي معاملو څخه منع کړي، کوم څه تر سره کړي.

د جي ۷ د غونډي گډون کوونکو هيوادونو په برازيل کي د امازون د ځنگلونو اور اخيستو ته په کتو سره، زيانمن سوو هيوادونو ته د مرستو په هکله هم موافقه کړې.

د ماکرون په خبره ددغو هيوادونو مشران پر هغو مالي او تخنيکي مرستو باندي تفاهم ته رسيدلي چي له مخي يي په ډير نژدې وخت کي زيانمن هيوادونه ورته لاس رسی پيدا کړي.

د دغو اورونو تر کنترول لاندي راوستو وروسته ميرکل هم ژمنه وکړه چي ددغو ځنگلونو د بيارغوني په برخه کي به همکاري وکړي. ويل کيږي چي په اوس وخت کي د برازيل د ځنگلونو بې ساري اور اخيستل، د نوموړو هيوادو د سختي انديښنې سبب سوي.

همدارنگه د برازيل گاونډي هيوادونه لکه بوليويا، پاراگوای او د جنوبي امريکا په شمال ختيځ کي د گويان په نامه د فرانسې ټاپو هم له دغې اور اخيستني څخه سخت زيانمن سوی دی.

G.P/N.Z/dpa