1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جوبایدن پر زوی په مالیاتو کي د درغلۍ او اختلاس تورونه

۱۳۹۹ آذر ۲۲, شنبه

د امریکا د انتخاب سوي جمهورریس جوبایدن د زوی، هنټر بایدن څخه په مالیاتو کي د تقلب، د اوکراین د ګازو په شرکت کي د ګډون او د پلار له مقام څخه د استفادې په سبب د لويي څارنوالي له خوا تحقیقات کیږي.

https://p.dw.com/p/3mcKE
USA Hunter Biden
انځور: DEMOCRATIC NATIONAL CONVENTION/AFP

د بایدن د یوه مؤقتي ټیم پواسطه نشر سوي یوه اعلامیه کي هنټر بایدن تیره چهارشنبه (د ډسمبر ۹ مه) منلې ده، چي لويي څارنوالۍ یې مدافع وکیلانو ته نن سهار «په مالیاتي مسایلوکي د پلټونو» څخه خبر ورکړی دی.

۵۰ کلن هنټرهمدارانګه ویلي دي، چي «زه دغه تحقیقات ډیر جدي نیسم، خو زه اطمینان لرم، چي د هغه مسلکي او عیني څیړل به ښکاره کړي، چي ما خپل کارونه قانوني او د مالیاتي مقرراتو مطابق تر سره کړي دي، د نورو تر څنګ د مالیاتي مشاور په مشوره.»

دغه تحقیات به د دلاور ایالت د لويي څارنوالۍ لخوا تر سره سي، چیري چي د بایدن کورني اوسیږي.

د امریکا انتخاب سوي جمهورریس جوبایدن د خپل مؤقتي ټیم پواسطه توضیح ورکړې ده، چي دی په خپل زوی باندي «ویاړي»، کوم چي «په سختو حالاتو کي یې مبارزې ته دوام ورکړی ؤ، مثلأ په تیرو میاشتو کي پر شخصي تخریبونکو حملو سربیره. خوهغه ددغه چلنجونو څخه په بریالیتوت او لا قوت سره راووتی ».

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د انتخاباتو پرمهال په اوکراین او چین کي د هنټر بایډن د تجارتي شکمنو معاملو افشأ کیدل د رسنیو به سرخطونو کي راغلل. د خبرو تمرکز د اوکراین د بوریسما د ګازو شرکت لخوا هنټر ته د لوړ معاش ورکولو موضوع وه. په ۲۰۱۴ م کال کي د دغه شرکت په رییسه هییت کي د هنټر شاملیدل جنجالي وه، ځکه چي پلار، جوبایدن یې د هغه وخت د جمهورریس بارک اوباما معاون او پدې ډول سره د اوکراین په سیاست کي د امریکا مسؤل ؤ.

د امریکا جمهورریس، دونالد ترمپ په هغه وخت کي پر بایدن باندي د همدې کبله په وار وار سره د اختلاس تور لګولی ؤ، خو بایدن هغه په قاطعیت سره رد کړی ؤ. په تیر سپټمبر کي د امریکا په سنأ کي د اکثریت جهموري غوښتونکو سناتورانو نشر سوو تحقیقاتو هم د اوکراین په معاملاتو کي د بایدن د سؤ استفادې کوم شواهد پیدا نکړل.

بیا په تیر اکتوبر میاشت کي محافظه کاري ورځپاڼي، نیویارک پوست د هنټر پرضد داسي تورونه نشر کړل، چي هغه په ۲۰۱۵ م کال کي د اوکراین په معاملاتو کي د خپل پلار د موقف څخه استفاده کړې ده. خو دغه رپوت هم ډیر ژر تر شک لاندي راغی. ځکه ورځپاني لیکلي ول، چي د ترمپ شخصي وکیل، رودي جیلیاني دغه اسنادو او ارقامو ته لار پیدا کړې ده.

هنټر بایدن د جوبایدن کشر زوی دی. مشر زوی، بوی بایدن یې په ۲۰۱۵ م کال کي د مغزي سرطان له کبله مړ سو. هنټر بایدن په تیرو وختو کي مخدره مواد هم اخیستل ، کومه موضوع چي د جمهوري ریاست د انتخاباتي مبارزې پرمهال په یوه ټلویزوني مشاجره کي د ترمپ او بایدن د جروبحث موضوع وګرځیدله.

آ./ق.م./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: