1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جنرال رازق دوهم تلین او د خلکو نظرونه

۱۳۹۹ مهر ۲۵, جمعه

د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دوهم تلين غونډه د لوي جرگې په خېمه کي جوړه سوې وه. خو د جنرال رازق په اړه عام خلک په کندهار کي څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3k1WO
Afghanistan - Polizeichef der Proninz Kandahar Afghanistan, Abdul Raziq
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

د کندهار د پخواني امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د دوهم تلين په اړه د جمعې په ورځ په کابل کي د لويي جرگې په خېمه کي يوه ستره غونډه رابلل سوې وه. په دې غونډه کي د جنرال رازق پر ژوند، برياوو او سرښندني باندي ډيري خبري وسوې.

په غونډه کي د افغانستان د جمهوررئيس پر لومړي مرستيال سربيره د ملي مصالحې شورا مشر او نورو لوړ پوړو چارواکو گډون کړی وو.

جنرال رازق دوه کاله ترمخه د کندهار په تر ټولو امنیت لرونکې سیمه ( ولایت مقام ) کي د ننه د یوتن نفوذي پولیس لخوا چي ویل کېږي له ډېره وخته د والي زلمي ویسا په ساتونکو کي په دنده ګومارل سوی وو، له امریکايي جنرالانو سره تر یوې غونډي وروسته په مرمیو وویشتل او ووژل سو.

کندهاريان د جنرال رازق په اړه څه وايي؟

کندهاريان د جنرال رازق په اړه بیلا بل نظرونه لري، يو شمېر يې له کارونو او په دغه ولایت کي له امنیت راوستلو څخه خوښ دي، خو ځیني کندهاریان بیا په دغه ولایت کي د ځوانانو مرموزي وژني پر هغه تاوانولې، چي جنرال رازق په هغه وخت کي دا ډول نیوکي یوازي د (دښمن) تبلغات بلل.

د کندهار دغه امنیه قومندان له ( ۲۰۰۱م) کال راهیسي په کندهار کي د نورو تیرسویو امنیه قومندانانو په قطار کي یو له هغو مشهورو قومندانانو څخه وو، چي له هیواده دباندي يې هم شهرت درلود او د وسله والو طالبانو تر ټولو سرسخت دښمن ګڼل کېدی.

د ده د مسؤلیت ترمخه وسله وال طالبان کندهارښار ته نژدې په ارغنداب، ډنډ، دامان او ان په کندهارښار کي فعال وو، خو د ده په راتګ نه یوازي له دغو ولسوالیو بلکي په زابل، هلمند او روزګان ولایتونو کي به يې لاهم د وسله والو طالبانو پر وړاندي په چاڼیزو عملیاتو کي فعاله ونډه اخیستله.

د کندهار ښار د چوڼۍ اوسېدونکی عزيز احمد وايي چي د جنرال رازق د قومندانۍ په وختونو کي کندهاریانو په امنیت کي ژوند کاوه، کاروبار وو او په خبره يې چي د غلو کمبله يې یومخ ورټوله کړې وه: «یاره زما په ګومان بیا به هغسي وخت رانه سي، طالبان لا څه کوې، د غلو کمپله يې لا داسي ور ټوله کړې وه، چي هیڅ چا زړه نه سوای کولای چي له خلکو یوشی غلا کړي. د کندهار ولسوالۍ څه کوې، نورو ولایتونو ته به لاهم په طالبانو پسي تلی.»

د کندهار په زاړه ښار کي یو تن ۴۵ کلن د عبدالصمد په(مستعار) نامه بیا له دویچه ویله سره په خبرو کي وويل، داسمه خبره ده چي په هغه وخت کي جنګونه له ښاره لیري کلیو ته رسیدلي ول، خو دا ټول په دې خاطر، چي هغه خپل مخالفان ژوندي نه پرېښوول: «زما ښه په یاد دي چي ځوانان به ورک سول، بیا چي به مو کتل په ریګ کي به يې مړي پیدا سول، بیا يې چا پوښتنه لاهم نه سوای کولای او خلک خورا په وهم کي وو.

زه وایم، چي حکومت په زور نه کېږي، موږ افغانان ډېر زهیر سوي یوو.»

ځيني نور کندهاریان هم دغه خبره کوي او د جنرال رازق د نوم او مشهورتیا ټکی له دغسي کیسو سره تړي، خو په کندهار کي مدني فعال الماس ځيرک بیا وايي، دغسي پيښي وې او په خبره يې د خپلو مخالفانو پر وړاندي بیله دغسي کلک درېځه امنیت راوستل اسانه خبره نه ده.

د ده په قول، د طالبانو په وخت کي هم چي امنیت وو یوازینی علت يې دا وو چي خلکو ته يې سختي سزاګاني ورکولې او تراوسه يې خلک له نامه بیریږي: «داسمه خبره ده چي د جنرال صاحب په وخت کي ځينو کسانو د ده له نامه او دولتي مؤقف څخه ناوړه ګټه اخیسته، خو امنیت تراوس څو واري ښه وو، طالبان په کندهار کي څه چي په نژدې ولایتونو کي لا نه سوای ګرځېدلای، غلو توبې کښلې وې.»

ځیرک زیاتوي د دې ترڅنګ يې ملي مفکوره غښتلې د پاکستان او د هغه د مزدورانو سرسخته مخالف وو او څو واري يې پر سرحدي پوله پاکستاني عسکر له افغان خاوري په زور وشړل، چي دا جرائت د هر تش په نامه قومندان کار نه دئ.

په کندهار پوهنتون کي د تاریخ د څانګي استاد محمد داود سروري وايي، که چیري په اوسنیو سختو، حساسو او ګډوډ حالت کي د جنرال رازق کړني په کندهار غوندي مهم ولایت کي وڅیړو، نو تر نیمګړتیاوو يې ښېګڼي زیاتي دي.

استاد وايي، دا د تاریخ قضاوت دی، چي هر انسان سهوي لري، خو چي ښېګڼي يې زیاتي وي، تاریخ يې په ښو یادوي.

هغه وايي: «که چیري قومندان رازق ژوندئ وای، نو فکر نه کوي چي وسله وال طالبانو دي په روزګان او هلمند ولایتونو کي جګړه دومره اوږده کړې وای او که ووایم، چي په قطر کي به د سولي بین الافغاني خبري هم دومره وخت نه وای ځنډېدلې، ځکه د هغه موجودیت یوازي پر کندهار نه بلکي د هیواد پر سیاست ژور اغیز درلود او «امریکایانو» ته هم نژدې سړی وو.

محمدابراهیم سپېڅلی / کندهار