1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جلال آباد: پر ساختماني شرکت بريد ۱۶ کارکوونکي وژلي دي

۱۳۹۷ اسفند ۱۵, چهارشنبه

د افغان چارواکو په حواله په جلال آباد کې د چهار شنبې پر سهار د يوه ساختماني شرکت پر ودانۍ بريد د ۵ بريد گرو په وژلو سره پای ته رسيدلی دی. په بريد کې د شرکت ۱۶ ملکي کارکوونکي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3EVpi
Afghanistan Anschlag in Dschalalabad
انځور: picture-alliance/Xinhua News Agency/S. Safi

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دویچه وله ته ويلي چې لومړی دوو ځانمرگو بریدگرو د شرکت داخل کې ځان ته چاودنه ورکړې او درې نور د شرکت ودانۍ ته په داخليدو توانيدلي ول.  

نوموړي زياته کړې چې بريد گر تر اته ساعته نښتې وروسته د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. خوږياني وويل چې په دې بريد کې ټول پنځه بريد گر وژل شوي او د ساختماني شرکت ۱۶ کارکوونکي وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي.

دا خصوصي ساختماني شرکت د ننگرهار هوايي ډگر ته مخامخ پروت دی. يوې حکومتي سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ويلي چې «اي بي اي» په نوم دا شرکت په امريکايانو پورې مربوط دی. د ننګرهار هوايي ډګر کې بهرنیان هم میشت دي.

د والي ویاند وويل چې  د شرکت ټپي کارکوونکي روغتون ته لېږل شوي چې د دوو حالت هم نازک دی.

اوس مهال سیمه کې د امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان دي خو برید پای ته رسيدلي دي.

خوږیاڼی زياته کړه امنیتي ځواکونو «اي بي اي» شرکت کې هغه بمونه او له چاودېدونکو توکو ډک دوه واسکټونه هم له منځه وړي، چې بریدګرو ځان سره داخل ته وړي وو.

تر اوسه هيڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.

دا بريدونه په داسې حال کې کيږي چی امريکا متحده ايالات او طالبان د قطر په پلازمينه دوحه کې د افغانستان د شخړې د سياسي حل د موندلو له پاره په خبرو بوخت دي.

د وسله والو د استازو او امريکا متحده ایالاتو ترمنځ خبرو اترو په هلمند کې پر يوه پوځي اډې د تیرې اوونۍ د بريد وروسته هم دوام وکړ. په دغه بريد کې لږ تر لږه د امنيتي ځواکونو ۲۳ غړي تر څو ساعته نښتو وروسته ووژل شول.

د پنجشنې او جمعې په ورځو تر دمې وروسته دغه خبرې اترې د شنبې په ورځ بيرته پیل شوي دي او د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند روبيرت پالادينو د سه شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې « هر ورځ تر سره کيدونکو دغه خبرو اترو کې پرمختگ شوی دی