1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني ولسمشر د غیر قانوني مهاجرت پر محدودولو ټینګار وکړ

۱۴۰۲ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، جرمني ته د مهاجرو د داخلیدو د محدودیت پلوی دی. هغه ویلي دي: «په دې کې هیڅ د پوښتنې ځای نه شته چې موږ د کډوالو د راتلو محدودیت ته اړتیا لرو.»

https://p.dw.com/p/4X4j4
Frank-Walter Steinmeier
انځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

فرانک والټر شټاینمایر «ARD» رسنۍ ته ویلي دي چې د مهاجرو د ننوتلو محدودیت یوازې هغه وخت ترلاسه کیدای شي چې آلمان د اروپا له نورو غړو هیوادونو سره یوځای د بهرنیو سرحدونو کنترول ولري.

د هغه په ​​وينا، پر دې سربېره بايد د هغو پناه غوښتونکو دوسيې وڅېړل شي، چې په بهرنيو پولو کې د منلو وړ يا لږ چانس لري او هغه کسان چې دوسيې يې رد شوې، بايد له هغه ځايه وايستل شي.

شټاینمایر ویلي دي: «که موږ دا مقررات پلي کړو، کوم چې موږ اوس ورته روان یو، نو آلمان ته به د پناه غوښتونکو د رسیدو شمیر کم شي.»

هغه ویلي دي چې دا یو ستونزمن کار دی. د هغه په ​​وينا، په مناظرو کې له داسې څرګندونو څخه چې ښکاري د دې وضعيت له پاره يوه ساده حل لاره ده، بايد ډډه وشي. شټاینمایر د فدرالي، ایالتي او محلي حکومتونو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

اوس مهال د جرمني په بایرن او هیسن ایالتونو کې سیاسي فضا د ټاکنیزو کمپاینونو له امله اغیزمنه شوې ده.

د جرمني ولسمشر وويل: «زه ډېره هیله لرم چې تر دې ټاکنو وروسته به یو ځل بیا داسې فضا رامنځته شي چې دیموکرات ګوندونه له یو بل سره تفاهم ته ورسیږي.»

شټاینمایر پهټولپوښتنو کې د «جرمني له پاره بدیل» ګوند د محبوبیت په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغوی پوهیږي چې په ډیموکراسۍ کې خلک خپله ناخوښي څرګندوي.

هغه زیاته کړه: «زه له هغو کسانو سره هیڅ تفاهم نه لرم چې خپل دیموکراتیک غږ د هغو حرکتونو ملاتړ له پاره کاروي چې بنسټ یې  ډیموکراسۍ ته پام نه کوي. له همدې امله زه په کلکه ټینګار کوم چې تاسو په خپله رایه کې په مسوولیت سره عمل وکړئ.»

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم تیره اونۍ جرمني ته د مهاجرت د زیاتیدو د محدودولو په اړه خبرې کړې وې. شولڅ د جرمني د اداري بورډ شبکې ته وویل: «د هغو پناه غوښتونکو شمیر چې آلمان ته د رسیدو هڅه کوي ډیر لوړ دی.»

له شپږو هېوادونو سره د مهاجرت تړون په اړه خبرې

د جرمني فدرالي حکومت اوس له لږ تر لږه شپږو هیوادونو سره د مهاجرت پر تړون خبرې کوي. د دغو خبرو اترو موخه دا ده چې د رد شوي پناه غوښتونکي خپلو هیوادونو ته اخراج او پر ځای یې جرمنی ته د مسلکي کارګرانو د مهاجرت زمینه برابره شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د مهاجرت د موافقې له پاره ټاکل شوی ځانګړی استازی یواخیم سټامپ اوس له اړوندو هیوادونو سره په پټو خبرو بوخت دی.

اوس د ګرجستان، مالدویا، ازبکستان، قرغزستان، کینیا او کولمبیا هیوادونو سره خبرې کېږي.

په دې وروستیو کې جرمني ته د نویو راغلو مهاجرو شمیر په چټکۍ سره زیات شوی دی. د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې فدرالي دفتر (BAMF) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ او اګسټ تر منځ په دغه هیواد کې ټولټال ۲۲۰۱۱۶ کسانو د پناه غوښتنه کړې چې ډېر یې د سوریې او افغانستان دي.