1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د جرمني عوام پاله ګوند د نجونو د حجاب منع کیدل غواړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د جرمني په پارلمان کي د عوام پاله ګوند فراکسیون په دولتي وړکتونو او مکتبونو کي د نجونو د حجاب بندیدل غواړي. د دوی په خبره دا یې په ټولنه د نه ادغام سبب ګرځي او وختي لا د ښځي په حیث د ځان ټيټ ګڼلو احساس پکښي وده پیدا کوي.

https://p.dw.com/p/3cAUJ
Schulklasse in Hamburg/Mädchen mit Kopftuch
انځور: picture-alliance/dpa/A. Heimken

دغه خبره نن چارشنبه)د مئ میاشتي ۱۳ مه(د جرمني په پارلمان کي د اې اف ډې یا عوام پاله ګوند د فامیلي مسایلو مسؤلي، ماریانا هاردر-کیونل په برلین کي وکړه او اضافه یې کړه، چي »په مکتبو او روغتونو کي د حجاب پرسرکول د هغوی د شخصیت د ودي سبب نه کیږي او ځکه نو باید هغه منع سي. د عوامپاله ګوند دغه فراکسیون ددې مطابق یوه مسوده هم پارلمان ته د خبرو دپاره وړاندي کړې ده، چي سبا پنجشنبه به ورباندي بحث وسي.

د ماریا په خبره ځینو اسلامي عالمانو او الهیات پيژندونکو هم ویلي دي، چي»د نجونو حجاب مذهبي جنبه نه لري.« هغوی خپله مسوده د ښځو د حمايې د سازمان، تیرې دې فیمس او د جرمني د ادغام اتحاديې،(BAGIV) د هغو اسنادو پر بنأ تهیه کړې ده، د کوم پراساس چي د نجونو د حجاب ممانعت د جرمني د اساسي قانون خلاف عمل نه دی.