1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني صدراعظمه ميرکل په کور کي قرنطين سوه

۱۳۹۹ فروردین ۳, یکشنبه

د جرمني حکومت وياند د معلوماتو له مخي مېرمن ميرکل ځکه په کور کي د قرنطين پريکړه کړې ده چي هغه ډاکټر چي دې ته ئې د جمعې په ورځ وقايوي واکسين ورکړی وو، د کرونا ويروس ازموينه ئې مثبته ښوول سوې ده.

https://p.dw.com/p/3Zt9U
Deutschland Merkel muss wegen Kontakt zu Corona-Infiziertem in Quarantäne
انځور: AFP/M. Kappeler

د جرمني د حکومت وياند شتيفن زايبرت د يکشنبې په ورځ ماښام يوه خبري کنفرانس ته وويل چي هغه ډاکټر چي د جمعې په ورځ ماسپښين ئې صدراعظمي انګلا ميرکل ته وقايوي واکسين ورکړی، د کرونا ويروس آزموينه ئې مثبته ښوول سوې ده.

زايبرت وويل چي مېرمن ميرکل فوراً په کور کي د قرانطين پريکړه وکړه. هغه زياته کړه چي: «مېرکل به په راتلونکو ورځو کي په منظم ډول تيست سي، ځکه يو تيست تر اوسه پوري لا ډاډه نه وي.»

هغه وويل چي مېرمن ميرکل به دغه راز په کور کي د قرنطين پرمهال خپل رسمي کارونه کوي.

تر دې مخکي د صدراعظمي انګلا ميرکل د کابيني د ماليې وزير اولف شولڅ څو ورځي مخکي ځان په کور کي قرنطين کړی وو، خو وروسته ئې بيا د کرونا ويروس په سبب د تيست نتيجه منفي وښوول سوه.