1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جاپان پاچا د کرونا ویروس په سبب خپله کلیزه نه لمانځي

۱۳۹۸ بهمن ۲۸, دوشنبه

د سږو د نوي ساري، کرونا ویروس د خپریدو له بیري د جاپان پاچا، ناروهیتو خپل کلنئ نه لمانځي او شاهي ماڼۍ به د لیدونکو پرمخ تړلې پاته سي. له بلي خوا د مالیاتو د لوړیدو په سبب د جاپان بې له هغه خراب اقتصاد نور هم خراب سوی دی.

https://p.dw.com/p/3XtfF
Japan Zehntausende feiern Thronbesteigung von Kaiser Naruhito
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Hoshiko

لکه څنگه چي د جاپان شاهي ماڼۍ نن دوشنبه (د فبرورۍ میاشتي ۱۷ مه) خبر ورکړ، په ټوکیو کي به د ماڼۍ ساحه راتلونکې یکشنبه د لیدونکو پرمخ تړلې پاته سي. پاچا، ناروهیتو به همدارنگه په عامه ډول راظاهر نه سي او د تبریکۍ له پاره به هم کتاب نه پرانستل کیږي. په عادي حالت کي د جاپان د پاچا د سالگرې پروخت په زرهاوو کسان د هغه د تبریکۍ له پاره پرقصر باندي هجوم وروړي.

دا په داسي حال کي ده، چي په جاپان کي حداقل ۶۰ تنه د کرونا په  ویروس باندي اخته سوي دي. پرون یکشنبه (د فبرورۍ میاشتي ۱۶ مه) د جاپان حکومت خلکو ته مشوره ورکړه، چي«نه باید حتمي او هر وخت غیر ضروري سره راټول سي. د دې کار څخه دي مخنیوی وسي.» د حکومت په حواله تر ټولو دمخه مریضان او زاړه خلک باید ډیر احتیاط وکړي.

Kaiser Naruhito Thronbesteigung Japan
انځور: Reuters/K. Nogi

په همدې حال کي د جاپان د صحت عامې وزیر، کاتسومبو کاتو د کرونا ویروس د یوې «نوي مرحلې» څخه خبره کړې ده.

له بلي خوا بیا د تیر عیسوي، ۲۰۱۹ م کال په اخره کي د مالیاتو د لوړیدو په سبب د جاپان  بې له هغه خراب اقتصاد نور هم خراب سوی دی. حکومت نن دوشنبه (د فبرورۍ میاشتي ۱۷ مه) په ټوکیو کي خبر ورکړ، چي د همدې تیر کال اخري درې میاشتو ملی ناخالصه عاید د یوه کال دمخه عین وخت په نسبت ۶،۳ فیصده رالویدلې دی. داسي یو حالت په ۲۰۱۴ م کال کی هم یو وار رامنځته سوی ؤ او هغه وخت هم حکومت مالیات لوړ کړي وه.

ددې تر څنگ د جاپان اقتصاد د سختي خرابي هوا او طوفانونو او هم په چین کي د کرونا ویروس د راپیدا کیدو په سبب سخت رالویدلی دی. چین د جاپان ډیر مهم تجارتي ملگری دی او ډیر مالونه سره تبادله کوي.