1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تل ابیب څخه ابوظبي ته د اسراییلي شرکت لمړنی پرواز

۱۳۹۹ شهریور ۱۰, دوشنبه

ابوظبی ته د اسراییلي الوتکې پرواز دعربي متحده اماراتو او اسراییلو تر منځ د سولي تړون د عملي کولو په لار کي لمړنی مهم ګام بلل کیږي. اسراییلي رسنیو هغه یو تاریخي پرواز بللی. دغه الوتکه د سعودي عربستان له فضأ څخه هم تیریږي.

https://p.dw.com/p/3hnLs
Flugzeug EL AL
انځور: JACK GUEZ/AFP/Getty Images

دعربي متحده اماراتو او اسراییلو تر منځ د سولي ترغیر منتظره تړون دوې اوونی وروسته نن دوشنبه (د اګست میاشتي ۳۱ مه) به د یوه تاریخي پرواز په جریان کي د اوبظبی په هوايي میدان کي راکښته سي. په دغه سفر کي اسراییلي او امریکايی هییات هم شامل دی

فرانسوي خبري آژانس په هغه رپوت کي چي په دې ارتباط یې د تل ابیب څخه نشر کړی دی، خبر ورکړی دی، چي په دغه طیاره کي به د منځني ختیځ له پاره د دونالد ترمپ زوم او مشاور، جرد کوشنر او د اسراییلو د ملي امنیت مشاور مئر بن شبات هم عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.

د اسراییلي شرکت ، ال آل-EL Al الوتکه لمړنی اسراییلی طیاره ده، چي د ابوظبي په هوايي میدان کي راکښته کیږي. سربیره پردې د تل ابیب څخه اماراتو ته تلونکې دغه طیاره باید د سعودي غربستان د فضأ څخه هم تیره سي. په دې دلیل دا لمړنی طیاره هم ده، چي د سعودي له حریم څخه تیریږي. 

ابوظبۍ ته د تاریخي پرواز هدف

دعربي متحده اماراتو او اسراییلو ترمنځ د سولي تړون د همکاریو مختلفي برخي لري. په دلیل ویل کیږي، چي د اسراییلو ددغو مختلفو نمایندګانو سره د ملي امنیت مشاور هم ملګرتیا کوي.

له هغې جملې څخه ویل سوي دي، چي دواړه هیوادونه به د هوانوردۍ، سیاحت ، تجارت، طبابت ، انرژۍ او امنیتي مسایلو په هکله یود بل سره همکاري وکړي. باید وویل سي، چي عربي متحده امارات دریم هیواد دی، چي تر مصر او اردون وروسته یې د اسراییلو سره د مناسباتو د عادي کولو په لار کي ګام اخیستی دی.

نیتانیاهو او د عربو سره د سولي توافق

د اسرایلو صدراعظم، بنیامین نیتانیاهو پرون یکشنبه(د اګست ماشتي ۳۰ مه) د یوه امریکايي هییات سره تر لیدني وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي د نورو عربي هیوادو سره د «پټو مذاکراتو» په اړه خبره وکړه. هغه وویل، چي د نورو عربي هیوادو سره هم د سولي د یوه توافق د رامنځته کیدو په لار کي  ډیپلوماتیک کوښښونه روان دي.

نیتانیاهو همدارنګه ویلي دي، چي «فلسطینیان تر ډیره وخته پوري د اسراییلو او عربي نړی تر منځ د سولي د تړون په هکله د ویټو څخه برخه من وه او که «موږ هغوی ته منتظر پاته سوي وای، نو تر ابده پوري به منتظر پاته وای.»

په همدې حال کي د ترمپ مشاور، جرد کوشنر یوواربیا د منځني ختیځ په هکله د دونالد ترمپ له طرحي څخه دفاع وکړه او هغه یې واقع بینانه وبلله. هغه فلسطینیانو ته په خطاب کي هم وویل، چي که «د سولي د توافق له پاره تیاری لري، نو دغه چانس د هغوی له پاره هم موجود دی.»

کوشنر همدارنګه د عربي متحده اماراتو له ولیعهد، محمد بن زاید څخه توصیف وکړ، او هغه ته یې د داسي یوه رهبر خطاب وکړ، چي «اینده ښه لیدلای »سي.