1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د تریزا مې پای نږدې شوی»

۱۳۹۸ فروردین ۴, یکشنبه

د بریګزیټ په اړه د بریتانیي د لومړۍ وزیرې تیریزا مې له سیاست څخه نارضایتۍ ډیرې شوي دي. د کابينې ۱۱ وزیران په دې هڅه کې وو چې نوموړې استعفاء ته اړ باسي. د «سنډي ټایمز» ورځپاڼې حتی د «کودتا» خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3FaG5
Großbritannien London People's Vote Demonstration
انځور: Getty Images/D. Kitwood

د «سنډي ټایمز» ورځپاڼې خبریال ټیم شيپمن، د شنبې په ورځ په تویتري پيغام کې لیکلي دي: «نن شپه د تریزا مې د لیري کیدو په موخه د کابينې بشپړه کودتا د ترسره کیدو په حال کې ده.»

شیپمن دا موضوع د کابينې له هغو ۱۱ وزیرانو سره د خبرو اترو په اسناد مطرح کړی ده چې د مې د استفاء غوښتنه یې کړې. نوموړي بې له دې چې د کوم وزیر نوم یاد کړي د هغې د څرګندونو په حواله ویلي دي: «پای نږدې دی.» هغه زیاتوي: «نوموړې په لسو ورځو کې لیري کیږي.»

شیپمن وایي چې مې باید د دوشنبی په ورځ (د مارچ په ۲۵) له دې غوښتنې سره مخامخ شي. ټاکل شوې ده چې د مې ځای به یو د دولت مؤقت مشر ونیسي چې باید له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو بهیر بشپړه کړي.

هغه درې کسان چې د می د ځای نیولو چانس لري عبارت دي له لومړي مرستیال ډیویډ لیدینګټن، د چاپيریال ساتنې وزیر مایکل ګاو او د بریتانیي د بهرنیو چارو وزیر جرمي هانت څخه.

مخکې تر دې د «ټایمز» او «تلګراف» ورځپاڼو رپوټ ورکړی وو چې پر مې فشار زیاتیږي، څو له خپلې دندې استعفاء ورکړي. همدارنګه د یوه زماني پروګرام په هکله هم خبرې شوي دي. خو حکومتي کړیو دغه خبرونه ناسم بللي دي.

نا اغیزمنه استازې

تریزا مې له اروپایي اتحادیي سره د بریګزیټ په هکله تر موافقتنامۍ وروسته پارلمان ته ځي، څو د دریم ځل له پاره په رای ګیرۍ کې خپله ماته تجربه کړي.

دغه موافقتنامه تر اوسه پورې دوه واره رای ګیرۍ ته وړاندې شوې ده او دواړه واره له ماتې سره مخامخ شوې ده. یو ځل د روان ميلادي کال په جنورۍ او بل وار هم په مارچ مياشت کې. مې څه موده مخکې د پارلمان پر استازو تور ولګاوه چې د بریګزیټ عملي کیدل ځنډوي: «استازو د دې توانایي نه درلوده چې د بریتانیي وتلو ته لاره هواره کړي.» نوموړې په دې جنجال کې خپل رول تر پوښتنې لاندې را نه وست.

د امنیت موضوع

خو له اروپایي اتحادیي څخه تر وتلو وروسته به هم بریتانیا د اروپایي اتحادیي یو ګاونډی هیواد او په یو ډول نه یو ډول شریک یا پارتنر پاتي شي. د اقتصادي اړیکو تر څنګ به لږ تر لږه امنیتي مسایل هم د دواړو خواو له پاره مهم وي. دواړه خواوې به د نظامي مسائلو او تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هم ګډه همکاري ولري.

د بریتانیي د دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن، په دې اړه ویلي دي: «مونږ په هغه وخت کې هم د اروپا د امنیت په برخه کې همکاري کړې وه، چې اروپایي اتحادیه او ناټو لا رامنځته شوې هم نه وه، او له اروپایي اتحادیي څخه تر وتلو وروسته به هم دغې همکارۍ ته ادامه ورکړو.»

Großbritannien London People's Vote Demonstration
د بریګزیټ مخالفين په دې هکله یو وار بیا د ریفرینډم غوښتنه کوي.انځور: Reuters/D. Martinez

د دویم ځلي ریفرینډم له پاره مظاهرې

د شنبې په ورځ په لندن کې له اروپایي اتحادیي څخه د بریتانیي د وتلو د مخالفينو مظاهرې، د بریګزیټ د مخالفينو تر ټولو لویې مظاهرې بلل شوي دي. د دغو مظاهرو په لاره اچونکي وایي چې یو میلیون انسانانو په دغو مظاهرو کې برخه اخیستې وه. د اکتوبر په میاشت کې دې ته په ورته مظاهرو کې د ګډون کونکو شمیر شاوخوا ۷۰۰ زرو ته رسیده.